د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"حکومت بايد د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي"

"حکومت بايد د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي"

Feb 12, 2019 - 18:10

مزار شريف (پژواک، ۲۳سلواغه ۹۷): د بلخ ولايت د عدليې رياست مسوولين وايي، حکومت او امنيتي ځواکونه بايد د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د سلواغې په ۲۳مه، له انساني قاچاق سره د مبارزې په موخه د همغږۍ رامنځته کېدو مشورتي ناسته جوړه شوې وه.

د بلخ د عدليې رييس محمد امين اميني پژواک خبر ي اژانس ته وويل چې لا هم په افغانستان کې زيات شمېر خلک د انساني قاچاق له امله زيانمن دي.

هغه زياته کړه، د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې ګڼې ادارې فعاليت کوي؛ خو د دوی تر منځ د همغږۍ نه شتون د دې سبب شوي چې لا هم په افغانستان کې د انساني قاچاق د زيانمنو شويو کسانو کره شمېر نه دی معلوم شوی.

د ده په وينا، له انساني قاچاق سره د مبارزې برخه کې دوی ګڼ فعاليتونه ترسره کړي چې د عامه پوهاوي پروګرامونه، د رسنيو له لارې د ګردي مېزونو جوړول او همدا راز د جوماتونو له لارې خلکو ته معلومات ورکول يې مهمې بېلګې دي.

هغه وويل: ((حکومت د انساني قاچاقبرو پر وړاندې جدي ګامونه اخيستي، زيات شمېر يې نيولي او ځينو ته يې حتی د اعدام او اوږد بند سزا هم ورکړې؛ خو په ټوله کې دغه هڅې کفايت نه کوي او بايد په دې برخه کې نور اقدامات هم وشي)).

نوموړی زياتوي، هر هغه کار چې په يو شخص باندې په جبر او تشدد ترسره شي؛ نو د انساني قاچاق په ډله کې حسابېږي.

اميني له کشفي ارګانونو او سرحدي پوليسو وغوښتل چې د انساني قاچاق پر ضد په همغږۍ مخکې ولاړ شي.

په ورته وخت کې د بلخ د کډوالو چارو رييس محمد امين قادري هم پژواک ته وويل، چې فقر، نا امني او جګړه په افغانستان کې د انساني قاچاق تر ټولو لوی لاملونه دي.

نوموړي زياته کړه، انساني قاچاق وړونکي په افغانستان کې د خلکو له خراب اقتصادي وضعيت څخه ناوړه ګټه اخلي.

د هغه په خبره، لا هم هر کال سلګونه افغانان په قاچاقي لارو بهر هېوادونو ته ځي، چې ډېری يې حتی خپل ژوند له لاسه ورکوي.

قادري زياته کړه، کډوالو چارو او کار او ټولنيزو چارو وزارتونه په دې کار کوي، چې د قانوني مهاجرتونو برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

له دې سره د بلخ د ښاري محکمې د جزايي ديوان رييس محمد عارف حنيف پژواک ته وويل، د افغانستان په قوانينو کې له انساني قاچاق وړونکو سره د جدي چلند موارد واضح شوي دي.

هغه زياتوي، د ټولې نړۍ په کچه د وسلو او نشه يي توکو له قاچاق وروسته انساني قاچاق دروند جرم دی. 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement