ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له امريکا سره د خبرو لپاره خپله ١٤ کسيزه ډله اعلان کړه

طالبانو له امريکا سره د خبرو لپاره خپله ١٤ کسيزه ډله اعلان کړه

author avatar
12 Feb 2019 - 14:07
طالبانو له امريکا سره د خبرو لپاره خپله ١٤ کسيزه ډله اعلان کړه
author avatar
12 Feb 2019 - 14:07

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): طالبانو له امريکايي لوري سره د خبرو اترو لپاره ١٤ کسيز مذاکراتي ټيم اعلان کړى دى.

د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له امريکايي لوري سره  د دوى مذاکرات جريان لري او تر اوسه پورې د اړوندو مسوولينو له خوا په ښه توګه رهبري شوي دي.

خو سرچينې زياته کړې، د موضوع د اهمیت پر اساس د دوى د مشر شيخ هبة الله اخندزاده په سپارښتنه د ډلې مرستيال ملا برادر اخند له خوا نوى ١٤ کسيز مذاکراتي ټيم جوړ او اعلان شوى چې په لاندې ډول دى:

۱- شېرمحمد عباس ستانکزی د ټیم د مشر، مولوي ضیاءالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوي امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوري، مولوي محمدنبي عمري او ملا عبدالحق وثیق د ټیم د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

طالبانو ويلي چې پورته ټاکل شوی ټيم به له امريکايي لوري سره د مذاکراتو پيل شوی بهير پر مخ بيايي او د ورکړل شوي صلاحیت له مخې به اړوندې چارې ترسره کوي.

د سياسي چارو شنونکي نظرمحمد مطمين د معلوماتو له مخې، د طالبانو په مذاکراتي ډله کې له ګوانتانامو څخه د ۵ را خلاص او تبادله شويو بندیانو په ګډون دا ځل په یاده ډله کې ۶ تنه د رهبري شورا غړي، د ملامحمد عمر مجاهد ورور،  د مولوي نصرالله منصور وراره، د مولوي یونس خالص زوی او د مولوي جلال الدین حقاني زوی هم شته دي.

ده زياته کړې، د دې لپاره چې طالبان سولې ته رسېدو لپاره ژمنتیا وښيي او خپله لېوالتیا نړیوالو ته ښکاره کړي، د جګړې د ختم اړوند پرېکړو کې له امریکایې لوري سره ډېره قوي ډله ولري، هماغه وو چې له امریکایانو سره د مذاکراتو ۱۴ کسیزه ډله یې اعلان کړه.

نوموړي ياد شوي کسان په لاندې ډول معرفي کړي دي:

۱ ــ  شېرمحمد عباس ستانکزی: د مذاکراتي ډلې مشر، د رهبري شورا غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، وروسته د عامې روغتیا مرستیال وزیر وو.

۲ ــ مولوي ضیاءالرحمن مدني: د سیاسي کمیسيون غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د پروان او بیا وروسته د لوګر والي وو.

۳ ــ مولوي عبدالسلام حنفي: د سیاسي دفتر مرستیال مشر، د رهبري شورا غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د ښوونې او روزنې مرستیال وزیر وو.

۴ ــ شهاب الدین دلاور: د سیاسي کمیسون غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د کندهار د تمیز رئیس، پاکستان او سعودي عربستان کې سفیر تېر شوی دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.