ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان د غزني- کندهار پخوانی سړک رغوي

طالبان د غزني- کندهار پخوانی سړک رغوي

author avatar
12 Feb 2019 - 12:09
طالبان د غزني- کندهار پخوانی سړک رغوي
author avatar
12 Feb 2019 - 12:09

غزني ښار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): وسله والو طالبانو د غزني- کندهار د پخواني یا زاړه سړک د بیارغولو چارې پيل کړې، خو خلک وايي چې د دغه سړک په اوږدو کې يې د استوګنې یو شمېر کورونه او باغونه تر اوسه نړولي دي.

بل لور ته د غزني چارواکي وايي چې وسله وال طالبان دغه کار له خلکو د پيسو ترلاسه کولو په موخه ترسره کوي، خو طالبان بیا وايي چې دغه سړک خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه ترسره کوي.

وسله والو طالبانو پر دغه سړک د جغل اچولو چارې د قره باغ ولسوالۍ له موشکي سيمې پيل کړې او اوس د اندړو ولسوالۍ کمالخېلو سيمې ته رسېدلې دي.

په دې اړه د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي خيال محمد د سلواغې په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کار په پيل کې وسله والو طالبانو خلکو ته پر دغه سړک د کار کولو په بدل کې پيسې هم ورکولې.

خو دې وايي: ((دوه ځلې پر دغه ځاى بمبار وشو، د طالبانو د سړک جوړولو وسايل په کې له منځه ولاړل، له هغه وروسته پر خلکو کار کوي خو مزد نه ورکوي.))

د هغه په وينا، طالبانو له خلکو غوښتنه کړې چې کندهار ته دې پر دغه زاړه سړک تګ راتګ کوي.

دغه راز د قره باغ د موشکي سيمې اوسېدونکي احسان الله پژواک ته وويل چې طالبانو د دغه سړک په اوږدو کې تر اوسه د خلکو نهه کورونه او ځيني باغونه نړولي دي.

ده زياته کړه: ((اوله کې يې کار ښه تېز روان کړى و، خو کله چې پرې بريد وشو له هغه وروسته يې کارونه ورو کړي دي.))

بلخوا د غزني چارواکي هم د طالبانو له لوري د ياد سړک رغولو چارې مني.

د غزني والي وحيدالله کليمزي پژواک ته وويل، وسله وال طالبان د پيسو ترلاسه کولو په موخه غواړي د غزني- کندهار پخوانی سړک بېرته ورغوي.

هغه وايي: ((طالبان کوښښ کوي، څو خلک مجبور کړي چې پر دغه سړک تګ راتګ وکړي، څو دوى له موټرو پيسې واخلي او ځان ته عوايد برابر کړي.))

خو والي زياتوي، دوى کوښښ کوي چې د طالبانو د دغه پلان مخه ونيسي؛ ځکه تر اوسه يې پر هغه سړک دوه ځلې هوايي بريدونه کړي چې طالبانو يې د جغل اچونې چارې پيل کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.