د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: افغان حکومت بايد د سولې پروسه کې مهم رول ولري

ناټو: افغان حکومت بايد د سولې پروسه کې مهم رول ولري

Feb 12, 2019 - 16:38

بروکسل (پژواک،٢٣ سلواغه ٩٧) : د ناټو سرمنشي وايي چې د افغانستان حکومت قانوني حيثيت لري او دوى بايد په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي.

د ناټوسرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢٣مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ددغه سازمان ددفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه، د ناټو ددفاع وزيران او متحدين يې سبا راټولېږي او پر اړوندو مسايلو خبرې کوي.

نوموړي وويل، ددې  دوه ورځنۍ غونډې په دويمه ورځ به دافغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې د افغانستان وروستي حالات او د ناټو د ماموريت ارزونه کېـږي.

د ناټو سرمنشي زياته کړه، دوى د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

هغه د افغان ولسمشراشرف غني ستاينه وکړه چې د سولې هڅې يې پيل کړې او په تېرو اخترونو کې يې د اوربند اعلان وکړ.

سټولټنبرګ وايي، د افغانستان حکومت قانوني حيثيت لري او دوى بايد په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي.

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې د ناټو د ماموريت دنده د افغان ځواکونو مرسته او ملاتړ دى، څو دوى وکولى شي خپل امنيت ټينګ کړي او دغه هېواد يو ځل بيا دترهګرو پر ځالې بدل نه شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement