بروکسل (پژواک،٢٣ سلواغه ٩٧) : د ناټو سرمنشي وايي چې د افغانستان حکومت قانوني حيثيت لري او دوى بايد په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي.
د ناټوسرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢٣مه، د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ددغه سازمان ددفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې مخکې په يوه خبري غونډه کې وکړې.
هغه زياته کړه، د ناټو ددفاع وزيران او متحدين يې سبا راټولېږي او پر اړوندو مسايلو خبرې کوي.
نوموړي وويل، ددې دوه ورځنۍ غونډې په دويمه ورځ به دافغانستان په اړه ځانګړې ناسته کې د افغانستان وروستي حالات او د ناټو د ماموريت ارزونه کېـږي.
د ناټو سرمنشي زياته کړه، دوى د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي.
هغه د افغان ولسمشراشرف غني ستاينه وکړه چې د سولې هڅې يې پيل کړې او په تېرو اخترونو کې يې د اوربند اعلان وکړ.
سټولټنبرګ وايي، د افغانستان حکومت قانوني حيثيت لري او دوى بايد په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي.
د نوموړي په وينا، په افغانستان کې د ناټو د ماموريت دنده د افغان ځواکونو مرسته او ملاتړ دى، څو دوى وکولى شي خپل امنيت ټينګ کړي او دغه هېواد يو ځل بيا دترهګرو پر ځالې بدل نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن