کندهار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۷): په کندهار کې له بېوزلو مېرمنو سره د روغتیايي مرستو ملي پروګرام پیل شو.
د دغه پروګرامه په پرانيسته کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه پروګرام له لارې به له هرې مېرمنې سره چې عمر یې له ۱۵ کلونو پورته وي او روغتیايي مرکزونو ته د ځان او یا ماشوم د درملنې په موخه ورځي، د درملنې تر څنګ ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هم ورسره کېږي.
هغه زیاته کړه، دغه پروګرام د کندهار ښار او ۱۵ ولسوالیو په ۴۵ روغتیايي مرکزونو کې پلی کېږي چې څه له پاسه ۳۷ میلیونه افغانۍ ورته د جمهوري رياست له خوا ځانګړې شوې دي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د بې وزلو مېرمنو لپاره دا پروګرام ګټور وګاڼه او ویې ویل، په دې توګه بې وزلې مېرمنې دا توان پیدا کړي چې د ځان او ماشوم وړیا درملنه وکړي.
هغه زیاته کړه، دغه پروګرام به ماشومانو ته د پولیو او نورو واکسینونو ورکولو په برخه کې هم ګټور تمام شی او یوه ډول تشویقي بڼه به ولري.
د کندهار د ښځو چارو رییسې رقیې اڅکزۍ د جمهوري ریاست د دې اقدام هر کلی وکړ او له ولسمشر څخه یې مننه وکړه چې مېرمنو ته یې پاملرنه ډېره کړې ده.
هغې زیاته کړه، په ولسوالیو کې مېشتې ډېرې مېرمنې د بې وزلۍ له امله د ځان او ماشومانو د درملنې توان نه لري چې د دې پروګرام په وسیله به له وړیا روغتیايي خدماتو او نغدي مرستې څخه برخمنې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن