ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا سفارت مستشار: بین الافغاني مذاکرات او اوربند د سولې لپاره اساسي موارد دي

د امریکا سفارت مستشار: بین الافغاني مذاکرات او اوربند د سولې لپاره اساسي موارد دي

author avatar
13 Feb 2019 - 16:01
د امریکا سفارت مستشار: بین الافغاني مذاکرات او اوربند د سولې لپاره اساسي موارد دي
author avatar
13 Feb 2019 - 16:01

ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٧): په کابل کې د امريکا سفارت مستشار وايي چې  بين الافغاني مذاکرات او اوربند د سولې د خبرو اساسي ټکي دي چې بايد زمينه ورته برابره شي.

د امريکا متحده ايالتونو مستشار ايلنجي ميسن هايمر دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٤مه د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې چې د پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني او ميدان وردګو ولايتونو د واليانو تر څنګ د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستيال او ځينو نورو نظامي چارواکو هم ګډون درلود.

په دې ناسته کې د سولې پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې او ټينګار وشو چې دا خبرې بايد له هر ډول ابهام لرې او د ملي ګټو په خونديتوب کې ترسره شي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل چې اوسمهال د سولې د خبرو لپاره تر بل هر وخت ښه شرايط برابر شوي او وسله وال طالبان بايد له دغه فرصت څخه ګټه واخلي.

کټوازی وايي: ((د سولې احتمالي تړون باید د څلوېښت کلنې جګړې پای وي او تر شا هېڅ ډول پوښتنې پرې نه ږدي. افغانان تر بل هر څه او هر وخت ډېر سولې ته اړتيا لري او همدې اړتيا او د خلکو غوښتنې ته په کتو دولت له خپله اړخه ټول ګامونه اخيستي، طالبان هم بايد په دې اړه خپل دريځ او نيت روښانه کړي.))

د ناستې نورو ګډونوالو هم د موضوع په اړه نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او له امريکايي پلاوي يې وغوښتل چې د افغان جګړې بهرني بُعد ته په کتو په هغو هېوادونو فشارونه ډېر کړي، چې د سولې په خبرو کې خنډ رامنځته کوي.

د خوست والي حليم فدايي د افغانانو ترمنځ پر خپلمنځي خبرو ټينګار وکړ او ويې ويل څو چې افغانان په خپلو کې خبرې ونه کړي او يوې هوکړې ته ونه رسېږي، په  بهرنيو هېوادونو کې ناستې ګټه نه کوي.

فدايي وايي: ((هغه هوکړه د پلې کولو وړ ده چې د افغانانو ترمنځ پرې له پرديو مداخلو پرته موافقه وشي، ستونزه په مستقيم ډول د بهرنيو مداخلو سربېره د افغانانو ترمنځ ده او حل يې هم په خپلمنځي خبرو کې دی. دا خبرې بايد د نورو تر سيوري لاندې ترسره نه شي.))

دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو مرستيال بريد جنرال بېک مراد وفايي وويل چې د دولت لومړيتوب سوله ده، خو په خبره يې که وسله وال طالبان د خلکو دې ملي غوښتنې ته حاضر نه شي، نو پر وړاندې به يې جدي نظامي عمل دوام ولري.

وفايي وايي: ((سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، په سوله کې ټولې ګټې او ارزښتونه مصئون کېږي، سوله کې د ټولو لپاره خير دی. زموږ قرباني د دې هېواد او خلکو د ارامي لپاره دي.))

د غونډې په پاى کې په کابل کې د امريکا سفارت مستشار او د سولې او پخلايني مشر اېلنجي مېسن هايمر وويل چې د افغان سولې لپاره يې د هېواد ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له افغان حکومت سره په ګډه هڅې کوي چې يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي.

هايمر وايي چې بين الافغاني خبرې او اوربند د سولې د روانو مذاکراتو اساسي موضوعات دي او هڅه دا ده چې لومړی په دې مسايلو يوه هوکړه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.