ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اصلاحاتو په موخه د دولتي وسایطو ثبت او راجستر پیل شوی

د اصلاحاتو په موخه د دولتي وسایطو ثبت او راجستر پیل شوی

author avatar
13 Feb 2019 - 13:50
د اصلاحاتو په موخه د دولتي وسایطو ثبت او راجستر پیل شوی
author avatar
13 Feb 2019 - 13:50

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې په امنيتي سکتور کې د اصلاحاتو راوستو په لړ کې په حکومتي چوکاټ او له حکومته بهر د دولتي نظامي او غير نظامي وسايطو د ثبت او راجستر لړۍ يې پيل کړې ده.

د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس طارق ارين د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت دغه کار په کابل او ټول هېواد کې د امنيتي وضعيت ښه والي په موخه ترسره کوي.

هغه زياته کړه، ټول هغه وسايط چې له خلکو، مهمو اشخاصو او يا ډلو سره دي، هغه ثبت او راجستر کېږي، که هغه د حکومت په داخل کې وي او يا له حکومتي چوکاټه بهر وي.

د ارين په وينا، هغه څوک چې ډېر دولتي امکانات لري او دغو وسايطو ته اړتيا نه لري، بايد بېرته يې حکومت ته يې تسليم کړي، دغه وسايط د حکومت او نظام د خدمت لپاره دي، نه د افرادو او اشخاصو لپاره.

دى وايي: ((موږ د کوم ځانګړي شخص يا چارواکي نوم نه اخلو، خو دا د اصلاحاتو د هغې دولتي پروسې برخه ده چې نوې پيل شوې او په ټول هېواد کې به پلې کېږي.

د ملي امنيت شورا وياند وويل، کوم وسايط چې له ٢٠٠١زېږديز کال راهيسې نه دي ثبت شوي، هغه راجستر کېږي.

د هغه په وينا چې دغه کار به په هېواد کې له امنيت سره ډېره ګټه وکړي.

ارين دغه راز وويل چې د امنيتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ کې بدلونونه هم د دغو اصلاحاتو برخه ده او دا لړۍ په ادامه لري.

ده زياته کړه چې د وسايطو د ثبت او راجستر پروسه به په وزارتونو کې هم پلې کېږي.

د ملي امنيت شورا وياند دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې درې ورځې مخکې د ملي امنيت ځواکونو د کابل په څلورمه حوزه کې د دې شورا د پخواني مرستيال جنرال جرئت پر کور عمليات وکړل.

وروسته د کورنيو چارو وزارت وويل چې له نوموړي سره يو شمېر دولتي وسايل دي چې بايد په ٧٢ ساعتونو کې یې تسليم کړي، خو هغه تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.