د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ډېرې واورې له امله د کابل- ګردېز او ګردېز- خوست لارې د لویو موټرو پرمخ تړل شوې

د ډېرې واورې له امله د کابل- ګردېز او ګردېز- خوست لارې د لویو موټرو پرمخ تړل شوې

Feb 13, 2019 - 14:54

ګردېز (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٧): د پکتيا ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي چې د واورې ورښت له امله د کابل- ګردېز او ګردېز- خوست لويې لارې د لويو موټرو پر مخ تړل شوې دي.

په دې اړه د پکتيا د فوايد عامې رييس قديم افغان د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې لويې لارې د احتياطي تدابيرو په خاطر تړل شوې دي.

افغان وويل چې له تېرې شپې راهيسې د خوست- ګردېز تر منځ په سټو کنډو کې له يو متر زياته او د ګردېزـ کابل تر منځ تېرې کوتل سيمه کې تر شپېته سانتي متره زياته واوره ورېدلې او لا هم ورېږي.

قديم افغان وايي چې له کچالانو بار يو لوی موټر د تېرې کوتل په لاندنۍ برخه کې چپه شوی، خو دا چې له عمومي لارې څنګ ته و، نو لاره يې نه ده بنده کړې او د نورو موټرو د چپه کېدو له اندېښنې يې ټول لوی موټر درولي دي.

نوموړی وايي: ((واوره ډېره ورېدلې او لا هم ورېږي، زموږ د واورې پاکولو ټيمونه په ساحه کې دي، د شپې يې هم يو ځل واوره پاکه کړه او سهار وختي بيا دواړو کوتلونو ته تللي او لارې يې پاکې کړې دي. د وړو موټرو چلوونکي هم بايد احتياط وکړي.))

دغه راز د پکتيا ولايت مقام هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ډېرې واورې ورېدو خبره کړې او له موټر چلوونکو او مسافرو يې غوښتي چې د ځان ګرم ساتلو او خوندي سفر ټول احتياطي تدابير ونيسي.

بلخوا خلک شکايت کوي چې د سټو کنډو او تېرې کوتل په سيمو کې د واورې او لارې بندېدو پر مهال د خلکو د تم کېدو هېڅ خوندي ځای نشته.

د يادې لارې يو مسافر ساحل پژواک ته وويل چې ځيني مهال د واورې ښويېدو يا کوم موټر چپه کېدو له امله د ګردېز اړوند سټو کنډو او تېرې کوتل لويې لارې بنديږي، خو د مسافرو د خونديتوب لپاره هېڅ خونه او ځای نشته چې ګواښوونکې ستونزه ده.

ده وويل: ((په دې سيمو کې هر وخت ډېرې واورې کېږي، برفکوچونه راځي او ځيني وخت موټر چپه کېږي چې بيا په ساعتونو لاره بنديږي، خو د مسافرو، ښځو، ماشومانو او نورو لپاره په يو سم ځای کې د پاتې کېدو لپاره هېڅ ګرم او مصئون ځای نشته، نه په سټو کنډو کې او نه په تېرې کوتل کې.))

په ورته وخت کې د لويو موټرو يو چلوونکی ميرزا خان هم ياده ستونزه جدي بولي او وايي چې ځيني وخت دوی ته پر دې لويو لارو د تګ اجازه نه وي چې د سړې هوا له امله له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

هغه وايي: ((په دې يخ او واوره کې پاتې کېدل انسان بېخي کنګل کوي، تېر کال هم د موټر چپه کېدو او په يخ کې د پاتې کېدو له امله يو سړی مړ شو او دوه، درې نور د سم او ګرم ځای د نشتوالي له امله مرګي حاله و. زموږ غوښتنه دا ده چې بايد دلته د ښځو، ماشومانو او مسافرو لپاره لږ ځايونه جوړ شي.))

د يادودنې ده، سږ کال په پکتيا کې د څو تېرو کلونو په پرتله زياته واوره ورېدلې چې د کرنيزو ګټو او وچکالي د ګواښ د له منځه وړو سربېره يې بېوزله خلک له زياتو ستونزو سره هم مخ کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement