ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلک وروستیو ورښتنو خوښ او هیله من کړي

د کندهار خلک وروستیو ورښتنو خوښ او هیله من کړي

author avatar
13 Feb 2019 - 15:12
د کندهار خلک وروستیو ورښتنو خوښ او هیله من کړي
author avatar
13 Feb 2019 - 15:12

کندهار (پژواک، ٢٤سلواغه ۹۷): په کندهار کې روانو ورښتونو په داسې حال کې د راتلونکي کال زرغونېدو ته هیلې ډېرې کړې چې دغه ولایت ۷۰ سلنه وچکالۍ ځپلی دی.

سږ کال په کندهار کې شاوخوا ۷۰ ملي متره باران ورېدلی او اټکل دی چې تر پسرلي به نور هم و اوري.

د کندهار اوسېدونکي دغو ورښتونو خوشحاله کړي او د یوه اباد کال په تمه دي.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ژمي کې تر دې مهاله ښه ورښت شوی چې ورسره په دهلې بند کې د اوبو کچه لوړه شوې چې د اوو ولسوالیو ځمکې خړوبوي.

هغه زیاته کړه، همدا نن هم دغلته ورښت روان دی او تمه ده چې سبا او بل سبا هم و اوري.

دی وايي، که تر پسرلي په وقفه يي توګه همداسې ورښتونه وشي نو تر ډېره به شته وچکالي کابو شي.

د ده په وینا، د روانې وچکالۍ له امله د کندهار په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټه شوې، په ګڼو ولسوالیو کې کر او کرونده زیانمن شوي او مالداري یې هم زیانمنه کړې ده.

د کندهار د کرنې ریاست چارواکي هم وايي چې وروستیو ورښتونو اباد کال ته هیله مندي ډېره کړې ده.

د دغه ولایت د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم سږ کال ټول هېواد وچکالۍ ځپلی خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخ دی.

هغه زیاته کړه، د وچکالۍ له امله په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه تر څو متره پورې ټیټه شوې چې نه یوازې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه یې پیدا کړې، بلکې له امله یې زرګونه جریبه ځمکې له کرنې پاتې شوې او په ځینو سیمو کې بیا ۶۰ سلنه مالداري له منځه تللې ده.

خو دی وايي چې سږنیو ورښتونو د وچکالۍ خطر کم کړی او د نور ورښت اټکل هم شته.

د کرنې ریاست اړوند د کوکران څېړنیز فارم مدیر محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان ژمي کې تر دې مهاله ۷۰ ملي متره باران ورېدلی، په داسې حال کې چې په تېر ټول کال کې ۷۵ ملي متره باران ورېدلی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.