ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ ګڼې سيمې له وسله والو پاکې شوې

د کندهار د ارغستان ولسوالۍ ګڼې سيمې له وسله والو پاکې شوې

author avatar
13 Feb 2019 - 13:58
د کندهار د ارغستان ولسوالۍ ګڼې سيمې له وسله والو پاکې شوې
author avatar
13 Feb 2019 - 13:58

کندهار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۷): چارواکي وايي، د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا پيل شوي عملیات پای ته رسېدلي.

دغه عملیات چې د ملي اردو او پولیسو له خوا د دې ولسوالۍ په وام دره او یو شمېر نورو سیمو کې پيل شوي وو، شاوخوا یوه اوونۍ واخیست چې په ترڅ کې یې ۲۵ وسله وال وژل شوي او د هغوی پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود پژواک خبري اژانس ته وویل، دا په تېرو دوو کلونو کې د ګډو ځواکونو لومړني عملیات دي چې په ارغستان ولسوالۍ کې تر سره شول.

هغه زیاته کړه، د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو موقعیتونه وپېژندل شول او وروسته پرې عملیات وشول.

دی وايي، په دغو عملیاتو کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او د هغوی د ماینونو جوړولو یوه فابریکه او د روزنې مرکز له منځه وړل شوی دی.

نوموړي چې د کندهار له امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان سره یو ځای یې دې ولسوالۍ ته سفر هم کړی و، وویل د سیمې له اوسېدونکو او مخورو سره یې له عملیاتو وروسته یوه ناسته کړې او هغوی ژمنه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي، څو پاکې شوې سیمې د وسله والو له فعالیتونو خوندي پاتې شي.

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان وايي، د عملیاتو موخه ارغستان او معروف ولسوالیو ته عځېدلې لارې خلاصول او په سیمه کې د وسله والو د فعالیتونو مخنیوی و.

هغه زیاته کړه، دغه عملیات افغان ځواکونو مخ ته وړل او بهرني ځواکونه یې هوايي ملاتړ کاوه.

دی هم وايي چې په دغو عملیاتو کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر سیمې یې له شتونه پاکې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، له عملیاتو وروسته لارې او بازار پرانیستل شوي او ځايي خلک کولای شي له وېرې پرته تګ راتګ وکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده چې د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.