کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د ايران د سيستان بلوچستان ايالت کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د ځانګړي امنیتي ځواک پر پوله ساتو سرتېرو ځانمرګی بريد شوی دی.
د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د دغه ځواک د قدس څانګې په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد د یوه موټربم په وسیله د یاد سرحدي ځواک د پليو سرتېرو پر یوه بس موټر شوی دی.
سرچينې زياته کړې چې په بريد کې ٢۷ سرتېري وژل شوي او له ٢٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
ايراني رسنيو دا يو تکفيري بريد بللى او مسوولينو يې د پلټنو خبر ورکړى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو پر دغه ځواک بريدونه ډېر شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن