ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمر داوودزى د سولې د هڅو په لړ کې ايران ته ځي

عمر داوودزى د سولې د هڅو په لړ کې ايران ته ځي

author avatar
14 Feb 2019 - 13:56
عمر داوودزى د سولې د هڅو په لړ کې ايران ته ځي
author avatar
14 Feb 2019 - 13:56

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى او  د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس عمر داوودزى ايران ته ځي.

د سولې شورا وياند سيد احسان طاهري د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې په هڅو کې به عمر داوودزى په نږدې راتلونکي کې تهران ته سفر وکړي.

خو هغه زياته کړه چې تر اوسه د هغه د سفر نېټه او اجنډا نه ده مشخصه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به اعلان شي.

د يادونې ده، هغه له دې مخکې پاکستان، چين او ځينو نورو هېوادونو ته هم پر سولې د اجماع رامنځته کولو په موخه سفرونه کړي دي.

داوودزى په داسې حال کې ايران ته سفر کوي چې په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تر مذاکراتو وروسته د طالبانو پلاوي دوه ځلې تهران ته سفرونه کړي دي.

له يادو سفرونو وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت او امنيتي شورا دوه پلاوي په بېړنۍ توګه کابل ته سفرونه وکړل او د سولې په تړاو يې پيغامونه راوړي وو، خو جزئيات يې نه دي په ډاګه شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.