ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د سېلابونو له امله ٧ کسان مړه او ٨٠٠ کورنۍ بېځايه شوې دي

فراه کې د سېلابونو له امله ٧ کسان مړه او ٨٠٠ کورنۍ بېځايه شوې دي

author avatar
14 Feb 2019 - 14:24
فراه کې د سېلابونو له امله ٧ کسان مړه او ٨٠٠ کورنۍ بېځايه شوې دي
author avatar
14 Feb 2019 - 14:24

فراه (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د سېلابونو له امله د فراه د پشتکوه ولسوالۍ د انځيران په سيمه کې ٧ کسان مړه او ٨٠٠ کورنۍ بېځايه شوي او په اناردره ولسوالۍ کې هم لس کورونه او هټۍ نړېدلي دي.

د سيمې يو اسېدونکي جليل احمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وړمې شپې او تېرې ورځې د ورښتونو له امله په دغو سېلابونو کې د يادې سيمې اتيا د هستوګنې کورونه نړېدلي دي.

د ده په وينا، په مړو کې دوه ماشومان او دوې ښځې شاملي دي او اوبو درې نور کسان له بلې سيمې انځيرانو ته راوړي چې دى يې نه پېژني.

هغه وويل چې  ٨٠٠ کورنۍ شاوخوا کليو ته بېځايه شوې او  بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د پشتکوه ولسوال عبدالحکيم نوري هم تاييدوي چې له يادې سيمې اته سوه کورنۍ بېځايه شوې خو وايي ده د سېلاب له امله د څلورو کسانو د مړينې راپور ترلاسه کړي دى.

دغه راز د فراه د اناردرې ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد ناصر وايي چې وړمه شپه په اناردره کې هم لس کورونه او هټۍ د سېلابونو له امله نړېدلي دې.

د فراه د پېښو لپاره د تياري رياست مشر عبدالقدير الهام وايي، پشتکوه ته يې پلاوى استولى څو زيانونه وڅېړي او بيا يې له مخې له اړو کورنيو سره مرستې وکړي.

دى وايي چې پر اناردرې سربېره د فراه په مرکز او خاکسفېد ولسواليو کې هم سېلابونو ځيني خلک زيانمن کړي دي.

تېره ورځ د هرات په انجيل او ګذرې ولسواليو کې هم د سېلابونو له امله څلور کسان مړه او شپږ نور ټپيان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.