د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"خلک دې د سالنګ لارې له خلاصېدو مخکې پر دغه مسیر تګ راتګ نه کوي"

"خلک دې د سالنګ لارې له خلاصېدو مخکې پر دغه مسیر تګ راتګ نه کوي"

Feb 14, 2019 - 15:05

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د سالنګونو ساتنې او مراقبت اداره وايي چې د واورو پاکولو او احتمالي  واورې ښویېدنې له امله، د سالنګ تونل تړل شوی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د لويې لارې تر خلاصېدو دې په دغه مسیر تګ راتګ نه کوي.

د سالنګونو ساتنې او مراقبت ادارې د معلوماتو له مخې، په سالنګونو کې توپان کم شوی؛ خو د واورې ورښت دوام لري او د واورې پاکولو عملیات د سالنګونو دواړو غاړو ته د شپې له ۱۲ بجو د ورځې تر یوولس نیمو بجو جریان لري.

د دې اداره په رسمي پاڼه کې لیکل شوي چې په دې ساحه کې د واورې ښويېدنې او څه باندې دوو مترو واورې ورښت له امله، د واورې پاکولو چاره یو څه زیات وخت ته اړتیا لري، نو ځکه تر اوسه دا لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده او څو چې په سالنګونو کې دغه خطر شتون ولري، په دې لویه لار به خلکو ته د تلو راتلو اجازه نه وي.

دغه راز په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه شوې چې د دې لارې تر خلاصېدو دې په دغه مسیر کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، د واورو ورښت، توپانونو او احتمالي واورو ښویېدو له امله د سالنګ لویه لار له سه شنبې ماښام (۲۳ سلواغې) راهيسې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement