کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د ناټو د هغو پرېکړو چې د هېواد په ګټه وي، هرکلى یې کوي.
د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې په تړاو وويل چې افغانستان له ناټو سره ستراتيژيکې اړيکې لري.
هغه زياته کړه، د ناټو د دفاع وزيرانو او يا د دغه سازمان هر هغه اقدام چې د سولې، ثبات، د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې اغېزناک تماميږي، افغانستان يې هرکلى کوي.
د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون پيل شوې او ټاکل شوې وه چې نن د افغانستان په اړه تر ځانګړې ناستې وروسته پاى ته ورسېږي.
د ناټو سرمنشي د دې غونډې پر مهال ويلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په افغانستان کې يې روان ماموريت ورته لومړيتوب لري.
هغه زياته کړې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ملاتړه لاس نه اخلي. له دې وړاندې ناټو ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله به د افغانستان امنیتي ځواکونه له مالي اړخه تمويلوي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان د سولې په تړاو د روانو ټولو هڅو ملاتړ کوي، خو ټينګار يې وکړ چې افغان حکومت بايد د سولې په هر راز خبرو کې شامل وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن