ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د پښتنو لیکوالو او شاعرانو تذکرې په دوو ټوکونو کې چاپ شوې

د بلخ د پښتنو لیکوالو او شاعرانو تذکرې په دوو ټوکونو کې چاپ شوې

author avatar
14 Feb 2019 - 10:53
د بلخ د پښتنو لیکوالو او شاعرانو تذکرې په دوو ټوکونو کې چاپ شوې
author avatar
14 Feb 2019 - 10:53

مزارشريف (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د ادبياتو په تاريخ کې په لومړي ځل په بلخ کې د پښتنو ليکوالو او شاعرانو تذکرې په دوو جلا ټوکونو کې چاپ شوې.

د يادو کتابونو د مخکتنې په پروګرام کې وويل شول چې بلخ ولايت اوس د دري ژبې د ادبياتو حوزې تر څنګ، د پښتو ادبياتو په برخه کې هم پاموړ بدلون راغلی دی.

"د امو له غاړې" د ۴۹ پښتنو سړیو شاعرانو ادبي تذکره ده چې نجيب الله پاڅون ليکلې او "رنګونه" د ۲۰ تنو پښتنو ښځينه ليکوالو او شاعرانو ادبي تذکره ده چې ورېښمين ضيايي له خوا ليکل شوې ده.

د يادو ادبي تذکرو د چاپ او خپرولو وياړ بلخ ادبي خوځښت سره دی.

د بلخ مېشتو ليکوالو او شاعرانو د ادبي تذکرې د مخکتنې پروګرام کې د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه شورا غړي استاد غلام علي ملکزي پژواک ته وويل چې "د امو له غاړې" او "رنګونه" تذکره به د پښتو ادبياتو تاريخ کې د بلخ مېشته شاعرانو او ليکوالو د پېژندنې لومړنۍ تذکره وي چې ټولنې ته وړاندې کېږي.

هغه زياته کړه چې بلخ ګڼ قوميز ولايت دی؛ خو په وينا يې چې دغلته د شته ټولنيزو، سياسي او حکومتي مجبوريتونو له امله په کې پښتو ژبې ته خپل مقام نه دی ورکړل شوی.

نوموړي اندېښنه وښوده چې بلخ کې له دولتي او رسمي ادارو نيولې تر ښوونځي او پوهنتونه خلکو ته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.

ملکزي په خپلو خبرو کې وويل چې بلخ کې د ادبياتو د ودې لپاره د غير دولتي ټولنو هڅې د ستايلو وړ دي؛ خو له حکومته يې هم غوښتنه وکړه چې دې برخه کې د ژبو تر څنګ انډول وساتي.

نوموړي د امو له غاړې او رنګونه په نوم د ادبي تذکرو چاپولو د بلخيانو او د ادب مينه والو لپاره ښه زېری ياد کړ.

د هغه په خبره په "د امو له غاړې" کتاب کې بلخ مېشتې ۴۹ نارينه شاعران معرفي شوي چې د کلام د بېلګې تر څنګ يې تصوير هم خوندي شوی دی.

ملکزي دا هم وويل چې په "رنګونه" کتاب کې ۲۰ بلخ مېشته ښځې ليکوالې او شاعرانې معرفي شوي چې د کلام بېلګو تر څنګ يې تصويرونه هم کتاب کې خوندي شوي دي.

ليکوال او شاعر استاد شهزاده شهير پر يادې ادبي تذکرې خپلې ليکل شوې مقاله کې وويل چې ليکوالي او شاعري هغه ستر مسووليت دی چې په وسيله يې يوه ټولنه له فکري کړاو څخه ژغورلای شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.