د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل پولیسو یوه نامسووله وسلواله ډله نیولې

د کابل پولیسو یوه نامسووله وسلواله ډله نیولې

Feb 14, 2019 - 12:24

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د کابل پولیس وایي چې د کوڅه ډبو او زورواکو نامسوولو وسله والو یوه  لس کسیزه ډله یې نیولې ده چې د قانون خلاف د خلکو په ربړولو او وهلو ټکولو کې ښکېله وه.

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې پولیسو تېره شپه د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند ګلبهار سنټر ته مخامخ د زورواکو او لنډغرو یوه لس کسيزه ډله په داسې حال کې نیولې ده چې د یوه کس پر وهلو ټکولو بوخته وه.

نوموړي زیاته کړه چې یادو کسانو له زور او زبردستۍ کار اخیست او د کابل ښاریان یې وهل ټکول.

د هغه په خبره، له یادو کسانو ۱۰ میله بېلابېل ډول وسلې او دوه موټر (هایلکس او فورتینر) ترلاسه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو کسانو نسبتي دوسيې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

د کابل پولیس ډاډ ورکوي چې په ښار کې د لا سم نظم رامنځته کولو لپاره يې د نامسوولو وسله والو، اوباشانو او زورواکو د فعالیت پر وړاندې په جدي او قاطع توګه لاس په کار شوي دي.

د کابل پولیس له ښاریانو د همکارۍ غوښتنې تر څنګ ګواښ کوي که له پولیسو سره شکمن چلند ترسترګو شي، پولیس د نیولو او ډزو واک لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking