ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي بند د اوبو کچه ۱۵ متره لوړه شوې

د کجکي بند د اوبو کچه ۱۵ متره لوړه شوې

author avatar
14 Feb 2019 - 14:30
د کجکي بند د اوبو کچه ۱۵ متره لوړه شوې
author avatar
14 Feb 2019 - 14:30

لښکرګاه (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د هلمند سيمه ييز چارواکي وايي چې په کجکي بند کې د اوبو کچه ١٥ متره لوړه شوې او هیله څرګندوي چې ورسره به د برېښنا او د ځمکو خړوبولو ستونزې هواره شي.

د هلمند د فرعي سیندیزې حوزې رييس انجنیر محمد انور ذهین د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله د کجکي برېښنا بند د اوبو سطحه ٥٩ مترو ته لوړه شوې ده.

هغه وايي: ((مخکې د اوبو سطحه ٤٤ مترو ته را ټيټه شوې وه، خو اوس ٥٩ مترو لوړه شوې ده، خو موږ تر هغه اوبه نه پرېږدو څو دغه کچه ٧١ مترو ته نه وي لوړه شوې.))

د نوموړي په وينا، کله چې د اوبو کچه ٧١ مترو ته لوړه شي، نو د کال په جريان کې د برېښنا او ځمکو خړوبولو په برخو کې ستونزې نه رامنځته کېږي.

دغه راز د هلمند د برېښنا رييس انجنير نصرالله قانع پژواک ته وويل چې د کجکي برېښنا بند اوبه د روانې مياشتې په وروستيو کې خوشې کړاى شي.

ده وويل: ((تر هغه وخته يې کچه پوره کېږي، نو موږ د اوبو د تنظيم له رياست سره خبرې کړې او په هغه وخت کې به اوبه خوشې کړو.))

د نوموړي په وينا، هره ورځ د ورښتونو اوبه کجکي بند ته را روانې دي او دوى نه غواړي چې په لګولو کې يې بېړه وکړي.

په دې اړه د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې د اوبو ښه مديريت ته بايد جدي پاملرنه وشي؛ ځکه په تېرو کلونو کې کروندګر د اوبو له کمښت سره مخ وو.

ده زياته کړه: ((تېر کال ښه بارانونه هم ونه شول او اوبه هم ښې مديريت نه شوې؛ نو ځکه په منځ د کال کې خلک د اوبو له کمښت سره مخ شول.))

په ورته وخت کې د موسى کلا ولسوالۍ يوه کروندګر خيرالله وايي چې تېر کال يې فصلونه د اوبو د کمښت له امله وچ شول.

دى وايي: ((د کجکي برېښنا بند اوبه موږ ته هم راځي، تېر کال اوبه کمې وې، نو زموږ ټول فصلونه وچ شول، خو سږ کال په تمه يو چې اوبه به مو ډېرې وي.))

د يادونې ده، تېر کال د کجکي بند اوبه هغه مهال کمې شوې چې د همکارۍ په موخه داسې مهال نيمروز ولايت ته ورکړل شوې چې په بند کې کافي اوبه نه وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.