جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې د څه باندې اووه میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیایي مرکزونه جوړ او پرانيستل.
د دغو روغتیایي مرکزونو د ګټې اخیستنې مراسمو کې د لغمان والي محمد اصف ننګ، د عامې روغتیا رييس عبدالمعروف جلیلي، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د سلواغې په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، عامې روغتيا وزارت له لوري څه موده وړاندې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څوارلس میلیونه او پنځوس زر افغانیو په لګښت د شپږو روغتیایي مرکزونو چارې پيل شوې وې چې له ډلې یې نن درې مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.
هغه زیاتوي چې د دغو روغتیایي مرکزونو د جوړېدو ټول لګښت د کاناډا هېواد له لوري ورکول کېږي.
نوموړی وايي په هر روغتون کې څلور خونې، دوه انتظار خونې، دوه تشنابونه، د فاضله جاتو سوزوونکی داش، یوه څاه او د روغتیایي مرکز احاطه شامل دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي خوښ دي چې د يادو روغتونو په جوړېدو سره به يې د روغتيا په برخه کې پرتې ستونزې حل شي.
قومي مشر حاجي عبدالقاهر وويل، د دغو مرکزونو په جوړېدو سره به یې ډېری روغتیایي ستونزې حل شي او نورو سیمو له تلو به را وګرځي.
د یادونې ده، له شپږو روغتیایي مرکزونو درې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او پاتې درې نور د سلینګار، شامرام، او غازي اباد سیمو کې کارونه روان دي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن