ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه افغان او روسي چارواکي د مسکو غونډې په تړاو لفظي شخړه وکړه

يوه افغان او روسي چارواکي د مسکو غونډې په تړاو لفظي شخړه وکړه

author avatar
14 Feb 2019 - 16:00
يوه افغان او روسي چارواکي د مسکو غونډې په تړاو لفظي شخړه وکړه
author avatar
14 Feb 2019 - 16:00

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): يوه روسي چارواکي د مسکو له ناستې د افغان حکومت د شکايت په تړاو وويل چې روسيې د افغانستان غم ژاړه، خو د "کابل حکومت" يې په خوله پورې وخندل.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي ورته وويل چې د "کابل حکومت" پر ځای بايد د افغانستان حکومت ووايي او په ياده موضوع کې د خندا او ژړا خبره نه ده مطرح؛ ځکه چې هر هېواد حق لري هغه مهال اعتراض وکړي چې ملي ګټې يې تر پوښتنې لاندې راشي.

د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه د روانې سلواغې مياشتې په ١٦مه او ١٧مه په مسکو کې د طالبانو د استازو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هېواد ځينو نورو سياسي څېرو په ګډون جوړه شوې وه.

ځيني شنونکي د سولې په تړاو د مسکو غونډه مثبت ګام، د ډېرو افغانانو استازې او هيله بښونکې بولي، خو ځينې بيا دغه غونډه ځکه ناکامه بولي چې د حکومت استازي په کې نشته.

په کابل کې د روسيې سفارت مرستيال البرت خوريف (Albert Khorev) نن په کابل کې د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعات په مرکز کې وويل چې دوی د يوې اعلاميې له لارې ويلي و چې د مسکود ناستې اصلي جوړونکي په روسيه کې مشيت افغان کډوالو ټولنه ده او روسيې له دې نوښته ملاتړ وکړ.

هغه وويل: "د روسيې فدراتيف حکومت او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت له دې نوښته ملاتړ وکړ، او د دې ناستې د ترسره کېدو لپاره يې په تخنيکي برخه کې مرسته وکړه او ګډونوالو ته يې وېزې ورکړې."

دی وايي، د روسيې حکومت د مسکو ناستې له خپرې شوې اعلاميې هرکلی کوي.

هغه وايي: "د کابل حکومت د دې پر ځای چې د روسيې او امريکا متحده ايالتونو نږدېوالى او سوله خوښوونکي نوښتونه مثبت ورارزوي، په اعتراضي ډول يې له دې هڅو څنګ ته شوى چې زموږ لپاره د حيرانتيا وړ ده."

ده هغه په وينا، د افغانستان حکومت په ليکلي بڼه د ملګرو ملتونو سازمان ته شکايت کړى او ويلي، هغه طالبان چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي، څنګه مسکو ته تللي دي.

هغه د مسکو په ناسته کې د طالبانو پلاوي ته اشارې وويل چې درې مياشتې وړاندې همدغه پلاوی په مسکو کې و، يوه نيمه مياشت وړاندې همدغه پلاوي د ابوظبۍ په ناسته کې ګډون کړى و، خو د افغانستان حکومت داسې کوم غبرګون نه و نه ښود.

هغه زياته کړه: "معروف قول دی چې "د ښو ځواب په بدو"، يا په پښتو ژبه کې بل متل دی چې وايي "زه دې پر مړي ژاړم او ته مې پر خوله پورې خاندې."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.