کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٧): د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رييس عمر داوودزى ايران ته ځي.
د سولې شورا وياند سيد احسان طاهري د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې په هڅو کې به عمر داوودزى په نږدې راتلونکي کې تهران ته سفر وکړي.
خو هغه زياته کړه چې تر اوسه د هغه د سفر نېټه او اجنډا نه ده مشخصه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به اعلان شي.
د يادونې ده، هغه له دې مخکې پاکستان، چين او ځينو نورو هېوادونو ته هم پر سولې د اجماع رامنځته کولو په موخه سفرونه کړي دي.
داوودزى په داسې حال کې ايران ته سفر کوي چې په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تر مذاکراتو وروسته د طالبانو پلاوي دوه ځلې تهران ته سفرونه کړي دي.
له يادو سفرونو وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت او امنيتي شورا دوه پلاوي په بېړنۍ توګه کابل ته سفرونه وکړل او د سولې په تړاو يې پيغامونه راوړي وو، خو جزئيات يې نه دي په ډاګه شوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن