کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي چې هېواد وال با عزته سوله غواړي، خو ځېنې هېوادونه غواړي د افغانانو يووالى له منځه يوسي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې له هېواده د شوروي ځواکونو د وتلو د دېرشمې کاليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي يوه مشر عبدالهادي ارغنديوال، د سترې محکمې رييس، لوى درستيز، يو شمېر نورو چارواکو او د ملي دفاعي ځواکونو افسرانو او سرتېرو برخه اخيستې وه.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل چې د ملت او ولس د سرښندو، مبارزې او قربانۍ له امله د وخت زبرځواک له افغانستانه وتلو ته اړ شو.
هغه ټولو جهادي مشرانو، قوماندانانو، د شهيدانو وارثينو، غازيانو، کونډو او رنډو تسليت او ددې بريا مبارکي ورکړه.
نوموړي د مجاهدينو د رهبرانو تېروتنو ته په ا شارې سره وويل، چې تېروتنې کېږي، خو ددې خبرې په مصداق چې مېړه مړ کړه، مېړانه يې مه وژنه، بايد د مشرانو تېروتنې وبښل شي.
مسلميار د سولې پروسې ته په اشارې سره وويل چې سوله د ملت غوښتنه ده، خو هغه باعزته سوله چې خلک او خاوره يې غواړي.
د مشرانو جرګې حکومت او اپوزوسيون ته وړانديز وکړچې چې په خپلو کې دې يووالى او همغږي ولري.
ده زياته کړه:(( هغه دوستان چې حکومت سره خبرو ته لېوالتيا نه لري، خو طالب او نورو بهرنيانو سره ګوري، په حکومت کې به کمي کاستي وي، خو دا د ملت په رايو منتخب شوى حکومت دى، سپکاوى يې نه دى په کار ، له پرديو سره خبرې به ناوړه پايلې ولري.))
مسلميار دغو سياسيونو ته په اشارې سره وويل چې د ملت له خوا منتخب شوي حکومت سره نه کېني ، چې نظام لري، اساسي قانون لري، اردو لري، خو نورو سره ناستې کوي چې دغه کار به په هېواد کې د يوې بلې بدبختۍ پيلامه وي.
د هغه په وينا، ځينې هېوادونه هڅې کوي چې د افغانستان د خلکو ملي يووالى له منځه يوسي ، خو افغانان اوس هوښيار شوي دي.
د مشرانو جرګې رييس وايي، هر هغه مذاکرات چې د افغانستان د حکومت استازي په کې نه وي، قطعاً د منلو وړ نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن