بروکسل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : که له يوې خوا امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو خبره کوي؛ له بلې خوا د ناټو د دفاع وزيرانو اعلان وکړ چې د افغان ځواکونو روزنې ته به ادامه ورکوي.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د دفاع وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه چې د افغانستان حالات اوس هم سخت دي او ددفاع وزيرانو پرېکړه وکړه چې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته به ادامه ورکوي.
د ناټو سرمنشي وايي، د سازمان له دغه کار څخه موخه داده چې په افغانستان کې ترهګرۍ ته ماتې او سولې ته حالات برابر شي.
نوموړي د افغان سولې په تړاو دامريکا د هڅو په اړه وويل چې زلمى خليلزاد په دې اړه ناټو په جريان کې کړى او ناټو يې له هڅو کلک ملاتړ کوي.
ده زياته کړې : (( ناټو او امريکا د سولې په پروسه کې سره يو ځاى دي او په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي ماموريت په اړه به هم په ګډه تصميم نيسي.))
سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د ناټو د ماموريت ادامه طالبانو ته دا پيغام ورکوي چې هغوى د جګړې په ميدان کې بريا نه شي ترلاسه کولى.
د ناټو سرمنشي د افغانستان په سوله کې د پاکستان د رول په اړه د پژواک اژانس ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د افغانستان ګاونډيان بايد د سولې پروسې او روانو هڅو څخه ملاتړ وکړي .
هغه د ولسمشر غني ستاينه وکړه چې دسولې په تړاو يې مهمې پرېکړې وکړې او اوربند يې اعلان کړ .
سټولټنبرګ په ډاګه کړه چې له دې ټولو هڅو وروسته افغانان به خپله پرېکړه کوي او خپله راتلونکى به ټاکي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن