ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د واورې ښويېدنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نورستان کې د واورې ښويېدنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Feb 2019 - 13:45
نورستان کې د واورې ښويېدنې له امله څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Feb 2019 - 13:45

جلال اباد (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۷): د نورستان په واما ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله د يوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند د سلواغې. په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د واما ولسوالۍ اړوند کور درې سيمه کې پر يوه کور له غره څخه واوره را ښويېدلې ده .

هغه زياته کړه، ياده پېښه کې د دغې کورنۍ يوه مېرمن مړه شوې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

دی زياتوي، ټپي ماشومان د درملنې په موخه د سيمې د خلکو په مرسته د مرکز پارون روغتون ته انتقال شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي خدای نور پژواک ته وويل چې پېښه يوه غرنۍ سيمه کې رامنځته شوې چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېر وخته د لارې خرابوالي له امله خلک مرستې ته هم نه و رسېدلي.

دی وايي، اوس د سيمې خلک د کور د نړېدلو ځايونو په پاکولو بوخت دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.