کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧): ولسمشر اشرف غني او دافغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې د مشورتي جرګې او د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړې.
له ارګ څخه د سلواغې په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه پرون ناوخته د جرمني په مونيخ ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس په څنډه کې وشوه.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په ګډون پر راتلونکو اقداماتو او په سیمه کې د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو په هکله بحث او خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، ډاکټر خليلزاد په دې ليدنه کې ويلي، د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د اسانچاري رول لري او د افغانستان حکومت سره به په ګډه مخته لاړ شي.
بلخوا زلمي خليلزاد هم په ټويټر کې ددې ليدنې يادونه کړې او په ډاګه کړې يې ده چې په دې ليدنه کې پر بين الافغاني مذاکراتو ټينګار وشو.
د يادونې ده، چې زلمى خليلزاد سيمې ته په خپل پنځم سفر راوتلى او تر دې مخکې يې په بلجيم کې د ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
ټاکل شوې ده، چې راتلونکې اوونۍ زلمى خليلزاد په پاکستان کې له طالب مرکچي پلاوي سره وګوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن