ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني : خلک د څو ورځو سوله نه، بلکې تلپاتې غواړي

ولسمشر غني : خلک د څو ورځو سوله نه، بلکې تلپاتې غواړي

author avatar
15 Feb 2019 - 14:51
ولسمشر غني : خلک د څو ورځو سوله نه، بلکې تلپاتې غواړي
author avatar
15 Feb 2019 - 14:51

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د لنډمهالې سولې پر ځای تلپاتې سوله راتلونکې ده او له دې وروسته به څوک د دين په نوم بهرنۍ جګړه پر افغانانو ونه تپي.

هغه دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢٦مه، په کابل کې له افغانستانه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د وتلو ۳۰ کالېزې په مناسپت په خپل يو ويـډيويي پيغام کې کړې دي.

دغه پيغام په هغه غونډه کې واورول شو چې په دې غونډه کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي يوه مشر عبدالهادي ارغنديوال، د سترې محکمې رييس، لوى درستيز، يو شمېر نورو چارواکو او د ملي دفاعي ځواکونو افسرانو او سرتېرو برخه اخيستې وه.

ولسمشر اشرف غني ټولو هېوادوالو او د شهيدانو کورنيو ته ددې ورځې مبارکي ورکړه او ويې ويل چې افغانان پر جهاد وياړي او مبارزه يې بر حقه وه.

هغه زياته کړه، په نړيواله کچه له ملګرو ملتونو نيولې، تر اسلامي کنفرانس ، نورو سازمانونو او هېوادونو د شوروي يرغل تېرى باله.

د نوموړي په وينا، په دې ورځ زموږ هېواد له بهرني يرغل څخه خلاصون پيدا کړ او د بريا لامل يې پر خداى ايمان، وحدت او يووالى و .

ولسمشر اشرف غني وايي، مقدس جهاد د افغانستان تاريخ يوه برخه ده او له دې تاريخ څخه زده کړې کېږي.

ده زياته کړه، افغانانود دې لپاره د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله چې خپلواک وي او په سوله کې ژوند وکړي ، خو د خلکو دا موخه نه وه، چې يو جنګ ختموو او بل پيلوو.

ولسمشر اشرف غني له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو راپورونو ته له اشارې پرته اوسنی حالت له ۳۰ کلونو پخوانۍ پېښې سره ورته وباله.

هغه زياته کړه: "زموږ د خلکو د مبارزو په پايله کې شوروي ځواکونه ووتل، خو د افغانستان برخليک ټاکلو کې د تدبير په برخه کې زموږ د خلکو اندېښنو ته ځواب ونه ويل شو، ځکه په نورو جګړو او مصېبتونو واوښتل".

ولسمشر اشرف غني وايي چې اوس بيا افغانان له برخليک ټاکوونکي حالت سره مخ دي.

دى وايي : "زموږ خلک سوله غواړي، خو نه ماتېدونکې او لنډمهالې سوله، څو ورځې سوله اقليت محوره ده او د ټولنې اکثريت لکه ځوانان او ښځې او محروم له پامه غورځوي".

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.