د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دامريکا ددفاع وزير : له افغانستان د ځواکونو ايستل به يو اړخيز نه وي

دامريکا ددفاع وزير : له افغانستان د ځواکونو ايستل به يو اړخيز نه وي

Feb 15, 2019 - 11:41

بروکسل (پژواک، ٢٦ دلو ٩٧) : د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پيټريک شاناهن وايي چې له افغانستان څخه به د امريکايي ځواکونو هر ډول احتمالي وتل له متحدینو سره په همغږۍ ترسره شي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړي.

هغه زياته کړه چې امريکا به يواځې او په خپل سر له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو پرېکړه ونه کړي.

ده زياته کړه ، د ځواکونو کمول به یو اړخیز کار نه وي. په دې برخه کې به همغږي وشي.

د امريکا ددفاع سرپرست وزير وايي : "موږ په دې غونډه کې پر دې اړه هم وغږېدو چې څنګه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ  زیات کړو چې پر طالبانو فشار نور هم زیات شي. "

شاناهان وويل چې هېواد يې د افغان سولې په تړاو له ټولو هڅو ملاتړ کوي، خو په ډاګه يې کړه چې ددې هڅو پايلې ښکاره او د وړاندوينې وړ نه دي.

خو هغه د ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره وويل چې اوس نور د سولې لپاره وخت رارسېدلى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement