کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : د هندوستان په کشمير کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ددغه هېواد ٤٠ سرتېري وژل شوي دي.
هندي رسنيو خبر ورکړى چې دا بريد پرون د کشمير په پلوامه سيمه کې د هندي پوليسو پر يوه موټريز کاروان شوى دى.
رسنيو د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړى چې په دغه برید کې ۴۰ پولیس وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په يوه ټویټ کې ویلي چې له خپل امنیتي سلاکار سره یې د پلوامې د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
هندي چارواکي وايي چې د پولیسو موټریز کاروان له جمو څخه سرېنګر ته روان و چې ځانمرګی بريد پرې شوی دى .
هندي پولیسو ویلي چې بریدګر عادل احمد نومېږي او د همدې سیمې د پلوامې اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸م له جیش محمد سره يو ځای شوی و
د هند حکومت ويلي چې جيش محمد ددې بريد مسووليت پر غاړه لري چې په وينا يې مشران او د روزنې کمپونه يې په پاکستان کې دي.
د پاکستان حکومت په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن