ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان : شورويانو لس کاله پر افغان ولس د وحشت ټول مظالم تر سره کړل

طالبان : شورويانو لس کاله پر افغان ولس د وحشت ټول مظالم تر سره کړل

author avatar
15 Feb 2019 - 10:43
طالبان : شورويانو لس کاله پر افغان ولس د وحشت ټول مظالم تر سره کړل
author avatar
15 Feb 2019 - 10:43

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : طالبان له هېواده د شوروي اتحاد د وتلو په مناسبت وايي، له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د پرشاتګ ورځ تنها د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د کمونیزم له خطر څخه د ټولې نړۍ د نجات او ژغورنې ورځ ده.

وسله والو طالبانو دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې کړې دي چې له هېواده د وخت د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په مناسبت يې خپره کړې ده.

د وخت د شوروي اتحاد ځواکونو  چې د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغومي په ٦مه، يې پر افغانستان بريد کړى و، ٣٠ کاله مخکې د افغانانو د جهاد او مبارزې په پايله کې د سلواغې په ٢٦مه له افغانستانه ووتل.

طالبانو په دې اعلاميه کې ويلي، چې د شوروي سره پوځ هغه ځواکونه چې د هند ګرمو اوبو ته د رسېدو په نیت یې پر افغانستان یرغل کړی وو په ځړېدلي اورمېږ له افغانستانه بېرته وتلو ته اړ ویستل شول.

هغوى زياته کړې، د وخت شوروي زبرځواک چې د منځنۍ اسیا ډېری اسلامي هېوادونه یې یو په بل پسې لاندې کړي وو پر افغانستان یې هم په همدې نیت یرغل وکړ.

طالبانو ويلي، لس کاله یې دلته د افغان مجاهد ولس پر خلاف د وحشت ټول مظالم تر سره کړل، خو افغانانو له خپل دین او هېواد څخه د دفاع په خاطر ورسره ښه مقابله وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، که څه هم چې د شوروي زبرځواک په مقابل کې د افغان مجاهد ولس دغه لس کلنه جهادي مقابله هغوی ته په ډېر درانه قیمت تمامه شوه، یو نیم ميلیون افغانان شهیدان، په ميلیونونو نور ټپيان، په ميلیونونو مهاجر او اوپه سلګونو زره ورک بندیان او مفقود شول؛ خو په پايله کې یې خپل هېواد هم له شوروي اشغال څخه ازاد او هغوى یې په داسې فضیحت له افغانستانه وایستل چې بیا يي په شوروي اتحاد کې هم خپل ځان ټینګ نه کړای شو.

طالبانو ويلي، د شوروي اتحاد په نوم لویه امپراطوري یې دړې وړې او بالاخره کمونیستي مفکوره په مسکو کې هم نوره د خلګو د تمسخر وړ وګرځېده.

سرچينې زياته کړې، له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د پرشاتګ ورځ تنها د افغانستان لپاره نه؛ بلکې د کمونیزم له خطر څخه د ټولې نړۍ د نجات او ژغورنې ورځ ده.

په خبرپاڼه کې راغلي : ” دا ورځ د دې ترڅنګ چې افغانانو ته د یوه تاریخي ویاړ ورځ ده د نننیو اشغالګرانو لپاره هم له ځان سره ډېر درسونه لري. داسې درسونه چې هغوی ترې عبرت واخلي او مخکې تر دې چې د پخوانیو شورویانو په برخلیک اخته شي له افغانستانه ووځي. “

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.