کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : له هېواد څخه د شوروي د سره پوځ د وتلو ورځ په کابل او ټول هېواد کې د خلکو او حکومت له خوا ونمانځل شوه.
د وخت د شوروي اتحاد سرو پوځونو د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغومي په ٦مه، پر هېواد يرغل کړى و، خو د افغانانو کلکې مبارزې او سپيڅلي جهاد دغه ځواکونه اړ کړل چې د ١٣٦٩ لمريز کال د سلواغې په ٢٦مه له افغانستان څخه ووځي.
ددې ورځې د نمانځلو په موخه، نن په کابل کې په مرمرينه ماڼۍ کې يو لړ مراسم نيول شوي وو، چې په کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې رييس، د حزب اسلامي يوه مشر عبدالهادي ارغنديوال، د سترې محکمې رييس، لوى درستيز، يو شمېر نورو چارواکو او د ملي دفاعي ځواکونو افسرانو او سرتېرو برخه اخيستې وه.
دغه راز د کابل د لويې جرګې په تالار کې هم دا ډول غونډه جوړه شوې وه، چې په کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه او د شوروي د هغه مهال يرغل يې وغانده.
ددې ترڅنګ ګڼ شمېر چارواکو، واليانو، سياسي مشرانو، د ولسمشرۍ کانديدانو او مخورو ددې ورځې په مناسبت په خپلو پيغامونو او خبرپاڼو کې د شوروي يرغل غندلى او د افغانانو مبارزه يې ستايلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن