ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستانه د سره پوځ د وتلو ورځ ونمانځل شوه

له افغانستانه د سره پوځ د وتلو ورځ ونمانځل شوه

author avatar
15 Feb 2019 - 15:07
له افغانستانه د سره پوځ د وتلو ورځ ونمانځل شوه
author avatar
15 Feb 2019 - 15:07

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : له هېواد څخه د شوروي د سره پوځ د وتلو ورځ په کابل او ټول هېواد کې د خلکو او حکومت له خوا ونمانځل شوه.

د وخت د شوروي اتحاد سرو پوځونو د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغومي په ٦مه، پر هېواد يرغل کړى و، خو د افغانانو کلکې مبارزې او سپيڅلي جهاد دغه ځواکونه اړ کړل چې د ١٣٦٩ لمريز کال د سلواغې په ٢٦مه  له افغانستان څخه ووځي.

ددې ورځې د نمانځلو په موخه، نن په  کابل کې په مرمرينه ماڼۍ کې يو لړ مراسم نيول شوي وو، چې په کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې رييس، د حزب اسلامي يوه مشر عبدالهادي ارغنديوال، د سترې محکمې رييس، لوى درستيز، يو شمېر نورو  چارواکو او د ملي دفاعي ځواکونو افسرانو او سرتېرو برخه اخيستې وه.

دغه راز د کابل د لويې جرګې په تالار کې هم دا ډول غونډه جوړه شوې وه، چې په کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه او د شوروي د هغه مهال يرغل يې وغانده.

ددې ترڅنګ ګڼ شمېر چارواکو، واليانو، سياسي مشرانو، د ولسمشرۍ کانديدانو او مخورو ددې ورځې په مناسبت په خپلو پيغامونو او خبرپاڼو کې د شوروي يرغل  غندلى او د افغانانو مبارزه يې ستايلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.