د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مسلميار: د جګړې داتلوليو تر ګټلو وروسته دسولې اتلولي هم ګټو

مسلميار: د جګړې داتلوليو تر ګټلو وروسته دسولې اتلولي هم ګټو

Feb 15, 2019 - 13:53

کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٧) : د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي چې هېواد وال با عزته سوله غواړي، خو ځېنې هېوادونه غواړي د افغانانو يووالى له منځه يوسي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې له هېواده د شوروي ځواکونو د وتلو د دېرشمې کاليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي يوه مشر عبدالهادي ارغنديوال، د سترې محکمې رييس، لوى درستيز، يو شمېر نورو  چارواکو او د ملي دفاعي ځواکونو افسرانو او سرتېرو برخه اخيستې وه.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل چې د ملت او ولس د سرښندو، مبارزې او قربانۍ له امله د وخت زبرځواک له افغانستانه وتلو ته اړ شو.

هغه ټولو جهادي مشرانو، قوماندانانو، د شهيدانو وارثينو، غازيانو، کونډو او رنډو تسليت او ددې بريا مبارکي ورکړه.

نوموړي د مجاهدينو د رهبرانو تېروتنو ته په ا شارې سره وويل، چې تېروتنې کېږي، خو ددې خبرې په مصداق چې مېړه مړ کړه، مېړانه يې مه وژنه، بايد د مشرانو تېروتنې وبښل شي.

مسلميار د سولې پروسې ته په اشارې سره وويل چې سوله د ملت غوښتنه ده، خو هغه باعزته سوله چې خلک او خاوره يې غواړي.

د مشرانو جرګې حکومت او اپوزوسيون ته وړانديز وکړچې چې په خپلو کې دې يووالى او همغږي ولري.

ده زياته کړه:(( هغه دوستان چې حکومت سره خبرو ته لېوالتيا نه لري، خو طالب او نورو بهرنيانو سره ګوري، په حکومت کې به کمي کاستي وي، خو دا د ملت په رايو منتخب شوى حکومت دى، سپکاوى يې نه دى په کار ، له پرديو سره خبرې به ناوړه پايلې ولري.))

مسلميار دغو سياسيونو ته په اشارې سره وويل چې د ملت له خوا منتخب شوي حکومت سره نه کېني ، چې نظام لري، اساسي قانون لري، اردو لري، خو نورو سره ناستې کوي چې دغه کار به په هېواد کې د يوې بلې بدبختۍ پيلامه وي.

د هغه په وينا، ځينې هېوادونه هڅې کوي چې د افغانستان د خلکو ملي يووالى له منځه يوسي ، خو افغانان اوس هوښيار شوي دي.

د مشرانو جرګې رييس وايي، هر هغه مذاکرات چې د افغانستان د حکومت استازي په کې نه وي، قطعاً د منلو وړ نه دي.

ده زياته کړه: (( له شوروي او انګرېزانو څخه مو د جګړو اتلولۍ وګټلې، دا ځل به د سولې اتلولي هم ګټو.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement