کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ۹۷): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې يې د عملياتو پرمهال ١٠١ ميله بېلابېل ډول وسلې ترلاسه کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي د سلواغې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عملیات تېره شپه دقره باغ ولسوالۍ په نهرکلان، سامان کلا، شاه کلا، پیتابه، موسی کلا، جارچي کلا، کهنه کلا، کارګران، ننګي خېل، میانه جوی، دشت سه برچه او د قاضي کلا په کلیو کې تر سره شوي.
ده وويل چې له دې وسلو سره يو شمېر مرمۍ او نور تجهزات هم نيول شوي او امنيتي ځواکونه به د خلکو د سر او مال د خونديتوب په موخه خپلو امنيتي هلو ځلو ته دوام ورکړي.
هغه زياته کړه چې ددې وسلو په تړاو څو کسان هم نيول شوي او پوښتنې ترې پيل شوې دي .
ده وويل چې په دې وسلو کې ٧٥ کلاشينکوفونه ، ٢١تومانجې او نورې وسلې شاملې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن