ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که اساسي قانون کې تعديل راځي له قانوني اړخه به وي نه طالبانو ته د امتياز ورکولو له اړخه”

“که اساسي قانون کې تعديل راځي له قانوني اړخه به وي نه طالبانو ته د امتياز ورکولو له اړخه”

author avatar
15 Feb 2019 - 13:21
“که اساسي قانون کې تعديل راځي له قانوني اړخه به وي نه طالبانو ته د امتياز ورکولو له اړخه”
author avatar
15 Feb 2019 - 13:21

کابل(پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۷): د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي، هر قانون تعديل او اصلاح ته اړتيا لري،که چېرې دافغانستان په اساسي قانون کې تعديل او بدلون راځي بايد له قانوني اړخه رامنځته شي،نه وسله والو مخالفنيو ته د امتياز ورکولو له اړخه.

سرور دانش دغه څرګندونې نن د سلواغې په ٢٦مه، له هېواده د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د دېرشمې کاليزې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې وويل چې د افغانستان جهاد د ټولو افغانانو افتخار دی او ټولو افغانانو په پوره مېړانې سره روسي پوځ ته ماته ورکړه.

په دې غونډه کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي يومشر عبدالهادي ارغنديوال، د سترې محکمې رييس، لوى درستيز، يو شمېر نورو  چارواکو او د ملي دفاعي ځواکونو افسرانو او سرتېرو برخه اخيستې وه.

دانش زياته کړه، تر کومه چې افغانانو يووالى او اتحاد درلود نو برياليتوبونه يې په برخه وو، خو کله چې سره متفرق شول نو ناکام شول او د شوروي ماته د افغانانو د اتحاد لامل وو.

د ده په وينا، دا چې د روسانو تر وتلو وروسته څه وشول لامل يې د افغانانو تر منځ خودخواهي او يو پر بل باندې ځان پورته ګڼل وو، خو دا په دې معنا نه ده چې زموږ د جهاد د ارزښتونو درناوی ونه شي او د جهاد اررښتونه تر پوښتنې لاندې راولي.

دانش زياته کړه:" نن بيا له پروني حالت سره مخ يو، له جهاد او تر هغه وروسته مو څه زده کړل؛ بايد متوجه واوسو ترڅو خپل ملي او سياسي وحدت وساتو او له نارواوو ځان وساتو."

د ده په وينا، هر فراقانوني حرکت دافغانانو تر منځ بې اعتمادي رامنځته کوي او متفرق کوي يې، دولت جوړونه او نظام جوړونه له ستونزو سره مخ کوي او د پخوا په څېر هېواد له هر ډول خلا سره مخ کوي.

هغه زياتوي، په تېرو ۱۸ کلونو کې افغانستان ښې لاسته راوړنې لري، د لويو جرګو جوړېدل،د اساسي قانون تصويب، د درې ګونو قواوو بيا رامنځته کول، د امنيتي او دفاعي ځواکونو جوړونه او د څو ټاکنو ترسره کېدل يې ښې بېلګې دي.

د ولسمشر دويم مرستيال وايي، دا چې په دې وروستيو کې د سولې خبرې ګړندۍ شوي، ملاتړ يې کوي او ټول افغانان تل پاتې او باعزته سوله غواړي.

هغه زياتوي:" ځينې اندېښنې شته، موږ د سولې له راتګه اندېښنه نه لرو، خو ځينې خبرې شته چې پاملرنه بايد ورته وشي، لومړی د دولت او نظام جوړونې خبره ده؛ د سولې هر ډول طرحه بايد داسې طرحه نه شي چې بيا  شا ته وګرځو او بيا دغه حرکت له صفره پيل کړو."

د ده په وينا، هر څوک که د موقت حکومت د جوړېدوشعار ورکوي،دغه شعار د افغانستان نظام جوړونه خرابوي.

دانش زياتوي:"دا چې طالبان وايي د افغانستان اساسي قانون د غرب کاپي ده، له هغوی تر دې بله توقع نه لرو، ځکه دوی خپله د بهرنيوکاپي دي؛ خو کوم کسان چې په دې برخه کې شک لري ودې وايي چې د افغانستان د اساسي قانون کوم ځای له اسلام سره په ټکر کې دى؟ او کوم کمی لري؟"

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.