جلال اباد (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۷): د نورستان په واما ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله د يوې کورنۍ څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان د والي وياند محمد سعيد مومند د سلواغې. په ۲۶مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د واما ولسوالۍ اړوند کور درې سيمه کې پر يوه کور له غره څخه واوره را ښويېدلې ده .
هغه زياته کړه، ياده پېښه کې د دغې کورنۍ يوه مېرمن مړه شوې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
دی زياتوي، ټپي ماشومان د درملنې په موخه د سيمې د خلکو په مرسته د مرکز پارون روغتون ته انتقال شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي خدای نور پژواک ته وويل چې پېښه يوه غرنۍ سيمه کې رامنځته شوې چې تر ډېر وخته د لارې خرابوالي له امله خلک مرستې ته هم نه و رسېدلي.
دی وايي، اوس د سيمې خلک د کور د نړېدلو ځايونو په پاکولو بوخت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن