ترينکوټ (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۷): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د هوايي بريد په پايله کې ۲۱ طالب قوماندانان چې د غلچکي او تعرضي بریدونو پلان یې جوړاوه، وژل شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان دويم څارن ملک زين الله د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بريد د خانقې په سيمه کې هغه مهال شوى چې د ملا حمدالله په مشرۍ له پاکستانه پر هغه راوړل شوي پلان کار کاوه چې له مخې به يې د ترينکوټ پر ښار تعرضي او غلچکي بريدونه ترسره کوي.
د هغه په وينا، په دغه برید کې ۲۱ ځايي طالب قوماندانان وژل شوي چې ۱۶ جسدونه يې لا هم په سیمه کې پاتي دي.
ملک وايي، دا په تېرو څو میاشتو کې پر طالبانو خونړی برید دى.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن