ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۹۱ ښوونځيو ته ودانۍ رغول کېږي

ننګرهار کې ۱۹۱ ښوونځيو ته ودانۍ رغول کېږي

author avatar
16 Feb 2019 - 17:32
ننګرهار کې ۱۹۱ ښوونځيو ته ودانۍ رغول کېږي
author avatar
16 Feb 2019 - 17:32

جلال اباد (پژواک ۲۷ سلواغه ۹۷): د ننګرهار ۲۲ ولسواليو کې د اقرأ برنامې له لارې د ۱۳۹۸ مالي کال تر پايه ۱۹۱ ښوونځيو ته ودانۍ رغول کېږي، چې ډېری يې د نجونو ښوونځي دي.

اقرأ، ښوونځيو ته د ودانيو رغولو هغه پروګرام دی چې د ولسمشر په امر د پوهنې، ښار جوړونې او د کليو او پراختيا وزارتونو له لوري په ګډه تنظيم شوی او ټاکل شوې ده په ټول هېواد کې د شپږ زره ښوونځیو لپاره ودانۍ ورغول شي.

دا ښوونځي د کلیوالي شوراګانو له لاري د ولس په همکارۍ رغول کېږي او کارونه يې ځکه په لنډه موده کې سرته رسيږي، چې له وړاندې جوړو موادو څخه رغول کېږي او هر ښوونځی لږ تر لږه په درېيو مياشتو کې رغېدلی شي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسزول محمد اصف شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، ننګرهار کې ټولټال ۹۰۳ ښوونځي موجود دي چې پنځوس سلنه يې ودانۍ نه لري.

دی وايي، همدغې اړتيا ته په کتو د اقرأ برنامې له لارې په ټول ننګرهار کې ۱۹۱ ښوونځيو ته ودانۍ رغول کېږي، چې ټول يې په کليوالي سيمو کې دي.

نوموړي وويل، د دغو ښوونځيو د ودانولو پيل په مومندرې ولسوالۍ کې د تورخم په صفري نقطه او کمې ډکې سيمه کې له دوو ښوونځيو شوى چې زده کوونکي يې د ستونزو له امله ګاونډي هېواد ته تلل.

نوموړي خوښي وښوده چې د يادو ښوونځيو په رغولو سره به ټول ننګرهار کې د ښوونځيو د ودانيو نه موجوديت ستونزه چې پنځوس سلنه ده، نيمایي ته راکښته شي؛ خو بيا به هم ستونزه په ټوليز شکل له منځه لاړه نه شي چې هغه به د اوږدمهاله برنامو له لارې حل شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کليو د پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء پژواک ته وويل، ټاکل شوې د را روان ۱۳۹۸ مالي کال تر پايه دغه ټول ۱۹۱ ښوونځي ورغول شي.

نوموړی وايي، دا ښوونځي د ښار جوړونې وزارت له خوا ډيزاین شوي، د کليو او پراختيا وزارت د انکشافي پروګرامونو له لارې د کليوالي شوراګانو پر مټ رغول کېږي.

هغه که څه د ټولو ښوونځيو د لګښت په اړه معلومات وړاندې نه کړل؛ خو يادونه يې وکړه چې ښوونځي په بېلابېلو کټګوريو کې ډيزاين شوي دي.

ده زياته کړه: ((ځينې ښوونځي لس درسي خونې او څلور اداري خونې لري، چې په دغه ښوونځيو لږ تر لږه ۱۱ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، همداسې د اتو درسي او څلورو اداري خونو، شپږو درسي او څلورو اداري خونو ښوونځي په کې هم موجود دي.))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي  بيا خوښ دي چې د دغو ښوونځيو په رغولو سره به د دې ولايت زده کوونکي د سرپناه نه شتون له ستونزې تر ډېره وژغول شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.