کندوز ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): په کندوز ولايت کې سلو ښوونځیو ته د نويو ودانيو د جوړولو او د ۲۰ نورو د ترمیمولو کارونه پيل شول.
په دې اړه نن په کندوز ښار کې لويه غونډه جوړه شوې وه، چې د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په کې وويل: ((له ولسمشر محمد اشرف غني څخه د کندوز د ادارې او ولسونو په استازیتوب مننه کوم چې تل يې د دغه ولایت غوښتنو ته ځانګړې پاملرنه کړي او زموږ غوښتنو ته يې په ورین تندي لبیک ویلى دی.))
د ده په وينا، د ولسمشر د همدې ځانګړې پاملرنې پر اساس يې روان کال د معارف د پياوړتیا په موخه یوه کمېټه جوړه کړه، د کمېټې دنده د ښوونځیو لپاره د مرستو راجلب و.
والي وايي، دوى وکولى شول چې د کندوز په سطحه د (۸۸ ) هغو ښوونځیو لپاره چې ځمکې يې نه لرلې، (۶۶) ښوونځیو ته يې ځمکې برابرې کړي او د يو کال په اوږدو کې به دانۍ جوړې شي.
نعيمي په دې ولايت کې د پوهنې په برخه کې د نورو پرمختګونو يادونه وکړه او ويې ويل چې د ولايت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د معاشاتو پروسه بانکي کړه، چې په دې سره د شفافیت اصل رعایت او حق حقدار ته ورسېد.
د کندوز والي په همدې مهال د معارف او د ولسي تړون برنامي له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغو ټولو ښوونځیو له کارونو څخه په خپل وخت څارنه وکړي، څو هره پروژه په ښه کیفیت ترسره شي.
هغه وايي، هیڅوک حق نه لري چې د زور، واسطو او روابطو پر اساس عامه چارو کې لاسوهنې وکړي، ملي ګټې د شخصي ګټو قرباني کړي، په هیڅ صورت سره باید خلک اجازه ورنه کړي چې د طالب، زور واکي، قوماندان او مسوول په نوم له پرمختیايي پروژو څخه باج واخلي.
د ولايت مقام د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې ودانیږي، چې له جملې يې ۷۷ ابتدائیه او پاتې يې لېسې او متوسطې دي.
سرچينه وايي، له دې ډلې څخه د ۸۵ ښوونځیو لګښت د نړیوال بانک، د ۴ نورو بیا د برک او UN habitat موسسې له خوا ورکول کېږي او د پاتې ښوونځیو لګښت د دولت له بودجې ورکول کېږي.
د اټکل له مخې، پر دې ودانيو شاوخوا ٥٥٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن