د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امنیتي چارواکي په اروزګان کې د طالبانو د ۲۱ قوماندانانو وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي چارواکي په اروزګان کې د طالبانو د ۲۱ قوماندانانو وژل کېدو ادعا کوي

Feb 16, 2019 - 10:46

ترينکوټ (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۷): د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د هوايي بريد  په پايله کې ۲۱ طالب قوماندانان چې د غلچکي او تعرضي بریدونو پلان یې جوړاوه، وژل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان دويم څارن ملک زين الله د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بريد د خانقې په سيمه کې هغه مهال شوى چې د ملا حمدالله په مشرۍ له پاکستانه پر هغه راوړل شوي پلان کار کاوه چې له مخې به يې د ترينکوټ پر ښار تعرضي او غلچکي بريدونه ترسره کوي.

د هغه په وينا، په دغه برید کې ۲۱ ځايي طالب قوماندانان وژل شوي چې ۱۶ جسدونه يې لا هم په سیمه کې پاتي دي.

ملک وايي، دا په تېرو څو میاشتو کې پر طالبانو خونړی برید دى.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement