کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): د درې سوه اولس میليونه افغانيو په ارزښت د لغمان پوهنتون د سړک جوړولو چارې نن رسماً پيل شوې.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د سلواغې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزير يما ياري، د لغمان والي محمد اصف ننګ او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.
هغه وايي، ياد سړک به د ۴ عشاريه ۷ کيلومټرو په اوږدوالي، د ۲۰ـ ۳۰ متره په سور د ۱۸ مياشتو په موده کې د (۳۱۷) میلیونه افغانيو په ارزښت د ټولګټو چارو وزارت په مالي لګښت د نوي سهاک او ايچکو ساختماني شرکتونو له خوا په عصري او اساسي ډول جوړ شي.
يما ياري وويل، د ملي يوالي حکومت له خوا ټولګټو چارو وزات ته په لغمان کې د زېربنايي پروژو لپاره يو عشاريه ۶ ميليارده ډالره بوديجه ځانګړې شوې ده، چې اوس مهال پر څلورو مهمو پروژو کار روان دی، چې په کې د حلقوي سړک، بادپښ ولسوالۍ دوه طرفه سړک، لغمان پوهنتون سړک او د کابل لغمان لويې لارې جوړونه شامله ده.
د ده په وينا پلان لري چې په راتلونکي کې دې ته ورته پروژې په دې ولايت کې پلې کړي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د ټولګټو چارو له وزير يما ياري څخه مننه وکړه، چې د ياد سړک د چارو د پیل په موخه يې دې ولايت ته سفر وکړ.
نوموړي د لغمان د انکشاف او امنيت په اړه هر اړخيز معلومات د ټولګټو چارو له وزير سره شريک کړل.
هغه زياته کړه، تېر مالي کال کې د لغمان لپاره ۱۲ میليونه ډالره بوديجه ځانګړې شوې وه، چې د کال په اوږدو کې ۲۰ میليونه ته ورسېده.
ننګ وويل، په روان مالي کال یې ۶۲ لويې پروژې د ۵۲ میليونه ډالره په ارزښت پېشنهاد کړي او لغمان اوس د تېرو ۱۰ کلونو په پرتله ډېر پرمختګ کړی دى.
هغه د ټولګټو چارو وزير څخه غوښتنه وکړه چې ياد وزارت دې د لغمان ولايت انکشاف او بيارغونې ته ځانګړې پاملرنه ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن