ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: افغانان چا ته د تسليمېدو خلک نه دي

محب: افغانان چا ته د تسليمېدو خلک نه دي

author avatar
16 Feb 2019 - 12:33
محب: افغانان چا ته د تسليمېدو خلک نه دي
author avatar
16 Feb 2019 - 12:33

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي چې افغانان نه چا ته تسلیم شوي او نه به هم تسلیم شي او هر وخت د خپل هېواد ساتنې او خپلواکۍ لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

نوموړي دغه څرګندونې د جرمني په مونيخ ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس څنډې په يوه ځانګړي بحث کې کړې دي.

په ياد بحث کې د محب څرګندونې، د هغه په ټويټرپاڼه کې خپرې شوې دي.

هغه د افغانستان په تېره ١٧ کلنه جګړه کې د ملي دفاعي ځواکونو، د امريکا او نړيوالو متحدينو د هغو سرښندنو او قربانيو چې په هېواد کې يې د امنيت او ثبات لپاره ورکړې دي، ستاینه کړې ده.

د ملي امنيت سلاکار په خپلو خبرو کې د هندوستان په کشمير ايالت کې هغه ترهګريز بريد هم غندلى چې په ترڅ کې يې ٤٦ هندي پوليس ووژل شول.

هند په دغه بريد کې پاکستان ښکېل بللی، خو پاکستان د هند یاده ادعا رد کړې ده.

مُحب زياته کړې: ((ترهګري داسې دښمن دى چې ټوله سيمه ګواښي.))

هغه ويلي چې افغان ځواکونه د معاش لپاره جګړه نه کوي، بلکې يوه موخه لري چې هغه له خپل هېواد، خاورې او ارزښتونو دفاع ده، خو زیاتوي چې طالبان بیا داسې هدف نه لري.

د ملي امنيت سلاکار دغه راز وايي، افغان ځواکونه مرګ ژوبله نه، بلکې قرباني ورکوي چې باید رسنۍ دغه اړخ ته پام وکړي.

مُحب زياته کړې: ((څو چې په هېواد کې يو افغان هم پاتې وي، قربانۍ به یې دوام ولري او خپله خپلواکي به ساتي.))

هغه ويلي، ځينو ګاونډيانو خپل تاريخ هېر کړى، افغانان نه چا ته تسليم شوي او نه هم له دې وروسته تسلیمېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.