ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د افغان حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته سوله ناشونې ده

ناټو: د افغان حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته سوله ناشونې ده

author avatar
16 Feb 2019 - 09:35
ناټو: د افغان حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته سوله ناشونې ده
author avatar
16 Feb 2019 - 09:35

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ۹۷): د ناټو سازمان سکرتر جنرال د افغانستان د حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته سوله ناشونې بولي او افغان ولسمشر وايي چې ژر به د سولې لپاره مشورتي لویه جرګه جوړه شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو سازمان سکرتر جنرال ینس ستولتنبرګ دغه څرګندونې تېره شپه د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د کتنې پر مهال کړې دي.

ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ المان ته تللى دی.

سرچينه ليکي چې د ناټو سازمان سکرتر جنرال په دې کتنه کې ويلي چې ناټو سازمان او د هغه غړي او همکار هېوادونه له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ژمن دي.

ده د افغانستان د حکومت پر رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کړى او ويلي يې دي چې د افغانستان د حکومت له رهبرۍ او مالکیت پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده.

سرچينه ليکي چې ولسمشر غني له افغانستان سره د ناټو سازمان او د د دغه سازمان د غړو هېوادونو له همکاریو او ملاتړ په مننې ويلي چې په نږدې راتلونکي کې به د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه او په هغه کې به د افغانستان د ټولو ولایتونو استازي د سولې په اړه مفصل بحثونه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني او د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني سره هم پرون ماښام په مونیخ ښار کې د کابل پروسې د ناستې، د سولې مشورتي لویې جرګې، ټاکنو او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

موګریني ويلي چې اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي او د سولې پروسې د توافقتنامې د تطبیق او د ټاکنو په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

ولسمشر د مرستو په برخه کې د اروپایي ټولنې له همکاریو مننه کړې او په سیمه کې يې د سولې د ټينګښت لپاره د اروپایي ټولنې رغنده رول ارزښتناک بللى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.