ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې

په کابل کې د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې

author avatar
16 Feb 2019 - 15:39
په کابل کې د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې
author avatar
16 Feb 2019 - 15:39

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې خو د نورو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د تېمورشاهي واټ زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسۍ سرو زرو بیه په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې لوړېدو له امله له ۲۰۰۰ څخه ۲۰۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د ده په خبره، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۲۵۵۰ افغانۍ ده.

د سون توکو بیو بدلون نه دی کړی.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرول په ۴۸ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۴۷ افغانۍ پلوري.

دغه راز د تایمني څلورم سړک ساحه کې یوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په ډول یوه کیلو مایع ګاز په ۵۵ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د یوه لرګي پلورونکي غلام سخي په خبره، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو خروار بې پوسته بلوط لرګیو بیه ۷۲۰۰ افغانۍ او د یو خروار سرې ارچې بیه ۶۵۰۰ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو بیې هم پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس فضل الرحمن پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۶۸۰ افغانۍ، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ لېتره پیپ خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

دغه راز د کابل د مڼدوي یو چای پلورونکی نور احمد خیرخواه وايي، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

د ځینو توکو پرچون پلور بیې په یو شمېر مواردو کې د هغو له عمده پلور بیو ډېر، خو په ځينو کې لږ توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني دیارلسم سړک یو هټۍ وال احمد صمیم وايي، نن د ۵۰ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۷۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۰۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افقریقايي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.