د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل کې پر یوه ځمکه دوه دولتي ادارې د ملکیت ادعا کوي

په کابل کې پر یوه ځمکه دوه دولتي ادارې د ملکیت ادعا کوي

Feb 16, 2019 - 20:15

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۷): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د کابل ښاروالۍ په داسې حال کې د یوه ښوونځي پر ملکیت ودانۍ جوړوي چې دا ښوونځی د ټولګیو کمښت له امله په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړې ده.

د محمد انور بسمل لېسه ۸۵۰۰ زده کوونکي او ۲۴ درسي خونې لري چې زده کوونکو ته بسنه نه کوي، نو له دې امله هر کال دې ښوونځي ته څېرمه د تدریسي چارو پرمخ وړلو لپاره شخصي ودانۍ په کرایه نیول کېږي.

د یادې دولتي لېسې ملکیت ۶۵۶۰ مترمربع مساحت لري، د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند له پنجصد فامیليو څلورلارې څخه ۱۰۰ متره واټن کې موقعیت لري.

د پژواک ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د پوهنې وزارت د یوه مکتوب پر بنسټ اندېښنه ښيي چې کابل ښاروالۍ هوډ کړی چې د  محمد انور بسمل لېسې په ملکیت کې چې مخکې ((د کاخ پیش اهنګان)) په نوم یادېده، ودانۍ جوړه کړي او دا اقدام يې په تفصیلي پلان کې شامل کړی دی.

د ولسمشرۍ د ۱۵۶مې ګڼې او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د ۱۰۴مې ګڼې حکمونو، د چارو عمومي ادارې د پاليسۍ ریاست او وزیرانو شورا د دارالانشاء د ۱۳۶۶مې ګنې مکتوب پربنسټ، لارښوونه شوې چې په یاد ملکیت کې دې د محمد انور بسمل لېسې ته دویمه ودانۍ جوړه شي.

د ښاروالۍ له لوري د پوهنې وزارت ملکیت د یوې ځمکې تصاحب په تړاو د پنجصد فامیليو سيمې  اوسېدونکو شکایت وکړ چې پر اساس يې د ولسمشر لومړي مرستیال د ۱۰۴مې ګڼې مکتوب په صادرولو سره پوهنې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې یادې ستونزه وڅېړي او د عریضې متن په کتو دې اصولي اقدام وکړي.

د ولسمشرۍ لومړي مرستیال دفتر په ټینګار سره د ۱۹۸۶ ګڼې مکتوب پر اساس چې ۱۳۸۶/۱۱/۱۷ صادر شوی، کاږلي دي: ((د ښاروالي محترم مقام ته! د نېکو هيلو او ارزوګانو له وړاندې کولو وروسته؛ د پنجصد فامیلي سیمي درنو اوسېدونکو له لوري د ولسمشرۍ مقام ته د یوې عریضې وړاندې کولو له مخې غوښتنه کړې چې د محمد انور بسمل د نارینه وو لېسې ته د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه په واک کې ورکړل شي، ولسمشرۍ دفتر تر دې وړاندې حکم صادر کړی؛ خو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی شوی، د هغوی عریضه تاسو ته در واستول شوه، هیله ده یاده اداره د یادې سيمې اوسېدونکو غوښتنې ته رسیدنه وکړئ او همداراز د حکم په ترسره کولو د ځنډ لامل هم په ډاګه کړئ.))

د ښاري پلان د طرحې او تطبیق لوی ریاست په یوه سند کې د ۴۳۷ پر ۲۳۸ ګڼې مکتوب له مخې چې په ۱۳۸۷/۰۱۱۹ نېټه د ولسمشرۍ لومړي مرستیال له لارښوونې سره سم، له کابل ښاروالۍ غوښتل شوي چې سوابقو ته په کتو دې اصولي اقدام وکړي.

په دې سند کې راغلي دي: ((د سروې او جیودیزي مدیریت مسوولینو سيمه له نږدې ليدلې ده، یاده ساحه د پنجصد فامیلي څلورلارې ختيځ لور ته موقعیت لري چې په یوه برخه کې يې له وړاندې د افغانستان بانک څانګه، د برېښنا برج او د کوپراتیف ودانۍ جوړې شوې دي، پاتي نوره ساحه چې ۶۵۵۰ مترمربع کېږي، د خیرخانې مېنې په تفصیلي پلان کې یاده ساحه د پیش اهنګانو په نوم ثبت ده.))

په ورته مهال، د محمد انور بسمل لېسې مدیر بهادر دهپور، پر کابل ښاروالۍ د نیوکې ترڅنګ وویل، کومه ځمکه چې اوس پرې دعوا ده، د پوهنې وزارت د پیش اهنګانو اړوند وه او د ولسمشر او د ولسمشر لومړي مرستیال د جلا فرمانونو له مخې په ۱۳۸۶کال کې یاده ساحه د محمد انور بسمل لېسې ته ځانګړې شوه.

نوموړي زیاته کړه، د ۸۵۰۰ زده کوونکو لپاره ۲۴ درسي خونې لږ دي او زده کوونکو ته بسنه نه کوي، نو ځکه هر کال د زده کوونکو لپاره شخصي ودانۍ په کرایه اخلي.

نوموړي دې مطلب ته په اشارې چې له تېرو لسو کلونو د دې ښوونځي زده کوونکي په کرايي ودانیو کې زده کړې کوي، وویل: ((هر کال دوه الحاقیې لرو چې یوه الحاقیه مو په ښځینه ښوونځي کې ده او له موږ څخه کرایه نه اخلي؛ خو بله الحاقیه هر کال په کرايه نیسو چې پخوا یې کرایه له ۹۰ تر ۱۰۰ افغانیو وه؛ خو له تېرو دو کلونو راهيسې نږدې ۸۰ زره افغانۍ کرایه اخلي.))

دهپور د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پوهنې وزارت تر اوسه د ښوونځي لپاره د ودانۍ په جوړولو اقدام نه دی کړی؟ وویل چې څو ځله د سيمې اوسېدونکي او د ښوونځي ادارې د ښوونځې لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو غوښتنه وکړه؛ خو وزارت د ځینو خنډونو له امله تراوسه د دې ښوونځي لپاره د ودانۍ په جوړولو بریالی شوی نه دی.

د محمد انور بسمل لېسې مدیر، د دې موضوع په څرګندولو سره چې د ولسمشرۍ له فرمان سره سم، یاده ساحه دې ښوونځي ته ځانګړې شوې ده، وویل چې ښاروالي باید د پوهنې وزارت ملکیت کې له مداخلې لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې د هېواد ماشومانو لپاره یوه ودانۍ جوړه شي.

د دې ترڅنګ، د سيمې اوسېدونکي پر کابل ښاروالۍ د نیوکې ترڅنګ وايي چې دا ریاست له یو خصوصي ودانیز شرکت سره د یوې دسیسې له مخې غواړي د محمد انوربسمل لېسې پر ملکیت بلاک جوړ کړي چې د ښاروالۍ دا کړنه د منلو وړ نه ده.

د پنجصد فامیلي سيمې اوسېدونکی ډاکټر رحمت ګل شينواری د محمد انور بسمل درسي خونې کافي نه بولي او وايي چې د زده کوونکو شمېر زيات شوی دی او باید یوه نوې ودانۍ ورته جوړه شي.

نوموړي زیاته کړه چې د سیمې اوسېدونکو د پرله پسې هڅو پربنسټ، ولسمشرۍ په ۱۳۸۶ کال کې د یو حکم صادرولو له مخې، یاده ساحه د محمد انور بسمل لېسې ته ځانګړې کړه؛ خو د پوهنې وزارت د ناغېړۍ له امله، د دې ملکیت ترلاسه کول جنجالي شوي دي.

د پنجصد فامیلي سيمې بل اوسېدونکي خواجه غلام جیلاني پر پوهنې وزارت د نیوکې ترڅنګ وویل: ((د سيمې اوسېدونکو د زیاتو ستونزو په ګاللو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ځانونه ورسول او د دې لېسې لپاره د ودانۍ جوړولو امر يې ترلاسه کړ؛ خو د پوهنې وزارت تراوسه په دې اړه کوم کار نه دی کړی.))

د هغه په وینا، څه موده وړاندې کابل ښاروالۍ، یاده ځمکه احاطه کړه او د ودانیز کار يې په کې پیل کړ چې د سيمې اوسېدونکو د ښاروالۍ د دې کارمخه ونیوله او د بلاک اجازه یې ور نه کړه.

نوموړي له پوهنې وزارت او د حکومت له مشرتابه غوښتنه وکړه چې د ښوونځي ځمکې د غصب او د دولتي ادارو له لوري په کې د استوګني بلاکونو د جوړولو مخه دې ونيسي.

هغوی ګواښ کوي، که غږ يې وا نه ورېدل شي، په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوريې نزهت د دې مطلب په څرګندولو چې پخوا دا ځمکه د پوهنې وزارت پیش اهنګانو اړوند وه، وویل چې د سيمې اوسېدونکو له غوښتنې سره سم، ولسمشرۍ په ۱۳۸۶کال کې لارښوونه وکړه چې په یاده ځمکه کې د محمد انوربسمل لېسې لپاره ودانۍ جوړه شي.

نوموړې دې مطلب ته په اشارې چې د یادې ځمکې ملکیت په اړه اسناد او شواهد شته، زیاته کړه چې اوس کابل ښاروالۍ په بېلابېلو پلمو غواړي چې د پوهنې وزارت په ملکیت کې بلاک جوړ کړي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تراوسه د پوهنې وزارت د دې لېسې لپاره د ودانۍ په جوړولو اقدام نه دی کړی؟ په ډاګه کړه: ((پخوا مو د بویجې ستونزه درلوده، د لېسې لپاره یوه ودانۍ وه او د بلې ودانۍ جوړولو ته اړتیا نه وه؛ خو اوسمهال د زده کوونکو د شمېر زیاتېدو له امله د ودانۍ د جوړولو کار مو پیل کړی، خو کابل ښاروالۍ يې مخنیوی کوي.))

د پوهنې وزارت ویانده په داسې حال کې لېسې ته د ودانې جوړولو د نه اړتیا خبره کوي چې د یادې لېسې مدیر وویل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د درسي خونو کمښت له امله، شخصي کورونه په میاشت کې له ۸۰ تر ۱۰۰ زرو افغانیو په کرایه اخلي.

د کابل ښاروالۍ غبرګون

د کابل ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني د دې پخلی وکړ چې دا ملکیت د ډاکټر نجیب الله په دوره کې د کاخ پیش اهنګانو اړوند و، خو ويې ویل چې د رژیم بدلون سره ټولو جوړښتونو تغییر وکړ او ځمکه بېرته کابل ښاروالۍ اړوند شوه.

نوموړي دې مطلب ته په اشارې چې د ځمکې بیا تنظیم پیل شوی، نو له دې امله ټاکل شوې چې په دې سيمه کې د استوګنې څو بلاکونه ودان شي، وویل: ((دا ساحه د ښوونځي جوړولو لپاره مناسبه نه ده او د جوړولو اجازه نه شو ورکولی؛ ځکه د ښوونځي جوړول معیار لري او معیارونه د ښاروالۍ په واک کې دي.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کابل ښاروالۍ په پام کې لري څو په یاده لېسه کې د بلې ودانې جوړولو لپاره په همدې اندازه ځمکه په بل ځای کې د پوهنې وزارت په واک کې ورکړي، زیاته کړه: ((ځمکه اصلاً د پوهنې وزارت نه ده او موږ دې وزارت ته د ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو اجازه نه شو ورکولی.))

خو د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل هم دې مطلب ته په اشارې چې نوموړې ساحه د پوهنې وزارت اړوند ده، زیاته کړه: ((د کابل ښاروالۍ اقدامات ناقانونه دي او پوهنې وزارت ته د منلو وړ نه دي.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement