ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون دوه کسان وژل شوي

کندهار ښار کې د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون دوه کسان وژل شوي

author avatar
16 Feb 2019 - 14:52
کندهار ښار کې د پولیسو د یوه قوماندان په ګډون دوه کسان وژل شوي
author avatar
16 Feb 2019 - 14:52

کندهار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۷): په کندهار ښار کې په دوو جلا بریدونو کې د پولیسو یو قوماندان او یو پخوانی افسر وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اړوند د ملایانو په کلي کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د محمد داوود په نوم یو قوماندان چې پر سور داوود مشهور و، له خپل موټر چلوونکي سره په موټر کې روان و چې وسله والو ورباندې برید وکړ.

هغه زیاته کړه، په دغه برید کې قوماندان محمد داوود وژل شوی او موټرچلوونکی یې ټپي شوی دی.

قوماندان داوود د کندهار ښار د ترنک پل او د ګل اغا شېرزي د پلار د زیارت د امنیتي چارو مسوولیت پر غاړه درلود.

دی وايي، برید کوونکي تښتېدلي خو پولیسو یې لټون پيل کړی دی.

دغه راز د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په سردار مدد خان څلورلاره کې هم وسله والو پر یوه کس ډزې کړې او وژلی یې دی.

عزیزي وايي، د وزیر په نوم وژل شوی کس مخکې د پولیسو په لیکو کې د افسر په توګه دنده ترسره کوله خو په دې وروستیو کې یې کومه دنده نه لرله.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو څو میاشتو کې په کندهار ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی چې تر لسو ډېر امنیتي کسان په نښه شوي او وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.