کندهار (پژواک، ٢٧ سلواغه ۹۷): د کندهار په ښوراوک ولسوالۍ کې د وسله والو او سرحدي پولیسو ترمنځ جګړه شوې چې پر مهال یې ۲۵ وسله والو او ۱۱ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جګړه د دې ولسوالۍ د سرو څاهانو په سیمه کې شوې ده.
د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوراوک ولسوالۍ په سرو څاهانو سیمه کې د وسله والو او سرحدي پولیسو ترمنځ هغه مهال سخته جګړه ونښته چې لسګونو وسله والو د سرحدي پولیسو پر یوې قرارګاه برید وکړ.
هغه زیاته کړه، د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې چې پر مهال یې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي، دغه راز ۹ پولیس هم وژل شوي او ۲ ټپيان شوي دي.
خو وسله وال طالبان په دې جګړه کې تر شلو د ډېرو سرتېرو وژل کېدو ادعا کوي.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، په یوه وسله وال برید کې يې په دغه سیمه کې د دولتي ځواکونو مهم مرکز (د ونې قرارګاه) نیولی او ۲۳ سرتېري یې وژلي چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
دغه راز دی ادعا کوي یوه اندازه وسلې او وسایط د دوی لاس ته ورغلي دي.
خو چارواکي دا ادعاوې ردوي.
د کندهار د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالۍ ترمنځ د سرو څاهانو سیمه له تېرو څو میاشتو راهیسې د ورته بریدونو شاهده ده.
په دې سیمه کې تر دې وړاندې هم وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سپین بولدک او ښوراوک ولسوالۍ دواړه ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي چې د چارواکو په وینا، وسله وال د کرښې له هغې غاړې راځي او دلته له بریدونو وروسته بیرته ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن