غزني ښار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): په غزني ښار کې نن سهار د يوې چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او ٣ نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د سلواغې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د قصابۍ په کوڅه کې وشوه.
هغه زياته کړه چې چاودېدونکي توکي د وسله والو مخالفينو له لوري په يوه زرنج موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.
نوري وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دی.
د ولایتي روغتون یو نوکریوال، ډاکتر نورالله وایي چې دوی ته یو مړی او درې ټپیان ور وړل شوي، او زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
د دى چاودنې مسووليت تر اوسه چا پرغاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن