ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې يوه کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی

بلخ کې يوه کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی

author avatar
17 Feb 2019 - 13:59
بلخ کې يوه کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی
author avatar
17 Feb 2019 - 13:59

مزارشريف (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۷): د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د بوکې کلي اوسېدونکي وايي، تېره ورځ يې په سيمه کې يوه سړي له خپلې ۳۰ کلنې مېرمنې سر پرې کړی او په بېرحمۍ يې وژلې ده.

د بوکې کلي اوسېدونکي احمدشاه خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې وژل شوې ښځې او خاوند يې پنځه کاله وړاندې واده کړی و او دوه ماشومان يې لرل.

ده زياته کړه: ((کله چې تېره ورځ ياده مېرمن يې د پلار له کوره خپل کور ته راځي؛ نو د خاوند له خوا يې په چل او فريب يوې داسې حويلۍ ته بیول کېږي چې هلته يې د کور نور غړي نشته. همالته زور زياتی ورسره کوي او بالاخره يې سر له تنې ورنه جلا کوي او وژني يې.))

نوموړى وايي، د خاوند له خوا د مېرمنې د وژلو اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو زياتوي چې ښايي کورنۍ ستونزې د يادې پېښې لامل شوې وي.

د ده په وينا، قاتل مخکې له دې يو کال د ملي اردو په ليکو کې دنده هم ترسره کړې وه او ويل کېږي چې دغه سړي عصبي تکليف درلود.

د بلخ ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي محمد ايوب پژواک ته وويل چې قاتل د خپلې ښځې له وژل کېدو وروسته وسله والو طالبانو له ځان سره بیولی او ويلي يې دي چې جزا به ورکوي.

د بلخ ولسوالۍ يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې ياده پېښه تېره ورځ (د سلواغې ۲۷مه) ماسپښين مهال په بوکې کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچينه وايي چې قاتل له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د پېښې په تړاو ناخبري ښيي او وايي، د يو شمېر خلکو له خولې يې دغه خبر اورېدلى، خو زياتوي چې په دې تړاو ورته رسمي معلومات نه دي رسېدلي.

د يادولو ده، دوه شپې مخکې د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې د امنيتي مسوولينو په وينا، يوه وسله وال مخالف له دولت سره د همکارۍ په تور د خپل ۹۲ کلن پلار سر پرې کړی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.