ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد ښار کې د درېيو پروژو چارې پيل شوې

جلال اباد ښار کې د درېيو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
17 Feb 2019 - 17:12
جلال اباد ښار کې د درېيو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
17 Feb 2019 - 17:12

جلال اباد (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۷): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام له لارې د ۱۸ عشاريه اته ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو رغنيزو پروژو د پلي کېدو چارې پيل شوې.

د جلال اباد ښاروالۍ د مسوولينو په وينا، دا پروژې د ښار اړوند په نهمې ناحيې کې پلې کېږي او په بشپړېدو سره به يې زرګونه خلکو ته ګټه ورسېږي.

د جلال اباد ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول سيد همايون غريبمل د سلواغې په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د ښارواليو د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د اتلس عشاريه اته ميليونه افغانيو په لګښت د ښار د نهمې ناحيې په مربوطاتو کې د سړکونو، پولګوټو، ويالو او استنادي دېوالونو د کانکريټ چارې پيل شوې.

د نوموړي په وينا، دغه پروژې د يادې ناحيې په زنګويي، قلعه سنګي او قلعه شاهي سيمو کې پلې کېږي.

غريبمل وايي، په دغو پروژو کې د ۳۶۷۰ متره په اوږدوالي د سړکونو کانکريټ، د  شلو پولګوټو، ۳۶۷۰ متره په اوږدوالي ويالو او ۳۵۰ متره په اوږدوالي د استنادي دېوالونو جوړېدل شامل دي.

هغه زياته کړه، دغه پروژې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي، چې په همدغه موده کې به سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د يادې سيمې يوه قومي مشر سيد نقيب الله پاچا وايي، د دغو کارونو پيل د دوی غوښتنه وه او د ټولو خلکو له لوري په شريکه ښاروالۍ ته يې وړانديز شوی و.

د نوموړي په خبره، اوسمهال د دغې سيمې خلک د بارانونو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، ځکه ويالې او سړکونه خام دي.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، د ولسي تړون برنامه کې ولسي ونډه هم موجود ده، نو ځکه ډاډه دي چې دغه سړکونه، پلونه او ويالې هم په ښه کيفيت ورغول شي او هم به ترې د خلکو له خوا ساتنه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.